د دولت د نفوذ او کنټرول ساحه تر اعلان شویو شمېرو زیاته ده

د دولت د نفوذ او کنټرول ساحه تر اعلان شویو شمېرو زیاته ده

د امنیتي سکټور ناسته چې تېره ورځ د حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې ټینګار شوی چې د دولت د نفوذ او کنټرول سیمې له هغه څو چنده زیاتې دي چې بېلا بېلا ادارې يې د راپور او ارزونې په توګه نشروي.

یاده ناسته کې همدا راز محب امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې د بغلان، بلخ او زابل ولایتونو امنیتني وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د امنیتي ارګانونو مسوولینو ویلي چې همدا اوس په هېواد کې پوځي عملیات روان دي.

تر دې وړاندې د سیګار سربېره زیات شمېر نورو ادارو راپورونه ورکړي و چې ګواکې د دولت د کنټرول ساحه ۶۰ سلنه ده او د طالبانو له ۴۰.

Leave a Reply

Your email address will not be published.