د راشد خان بله لاسته راوړنه

د راشد خان بله لاسته راوړنه

 

د کرکټ نړيوالې شورا د کال غوره لوبډله کې افغان لوبغاړي راشد خان هم ځای پيدا کړی.

ای سي سي د رايې اچونې پربنسټ د ټيسټ او يوه ورځنيو لوبو دوه لوبډلې له هغو لوبغاړو اعلان کړي چې تېر يو کال کې یې ښې لوبې کړي.

په ټېسټ سياليو کې هېڅ افغان لوبغاړی نشته خو په يوه ورځنۍ لوبډله کې راشدخان ته ځای ورکړل شوی.

راشد خان په تېر 2018 زکال کې ټولې شل نړيوالې يوه ورځنۍ لوبې کړې وې چې 48 لوبغاړي پکې سوزولي وو چې د کال تر ټولو زياتې وېکټې وې.

د پنځوس اوريز نوملړ کې د راشد خان سربېره څلور لوبغاړي له هنده، څلور له انګلستانه او يو له نوي زيلاينډ او يو يو له بنګلديشه اعلان شوي.

د لوبډلې لپاره هندی لوبډلمشر ويرات کولي ټاکل شوی.

دا نمايشي لوبډله ده چې هر کال د کرکټ د نړيوالې شورا لخوا اعلانيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.