د روڼتیا بنسټ: د عوایدو په ټولولو کې روڼتیا نشته

د روڼتیا بنسټ: د عوایدو په ټولولو کې روڼتیا نشته

محور: سه شنبه، د مرغومي۱۰مه
د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي د عوایدو په راټولولو کې لازمه روڼتیا نشته.د دغه بنسټ تازه رپوټ وايي د مالیې وزارت یوازې د شمیرو په اعلانولو غواړي چې د عوایدو کچه لوړه وښيي، خو د عوایدو په راټولولو او لګولو کې شفافیت نشته.
په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت وايي سږکال یې د ټاکلي هدف څخه ډير عواید راټول کړي، د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي چې د عوایدو د راټولولو او مصرف په رپوټونو کې بشپړ شفافیت نشته. د دغه بنسټ څیړونکی ناصر تیموري وايي د مالیې وزارت غواړي شمیرې لوړې وښيي، خو روڼتیا په کې نه تر سترګو کیږي.
خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي د عوایدو او اسنادو تر منځ هیڅ توپیر نشته. هغه وايي د مالیې وزارت د قوانینواو کړنلارو له مخې عواید راټولوي او ټولې شمیرې حقیقې دي.
حکومت ویلي و چې سږ کال به ۲۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټولوي، اوس چې مالي کال پای ته رسیدلی، د مالیې وزارت وايي چې عواید یې له ټاکل شوې شمیرې ډیر دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.