د سولې لپاره د افغان حکومت د مذاکرې پلاوی جوړ شو

د سولې لپاره د افغان حکومت د مذاکرې پلاوی جوړ شو

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: له طالبانو سره د سولې د خبرو پر مخ  وړلو په هدف د افغان حکومت ۱۵ کسیز پلاوی جوړ شو.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي”” د زیاتو هڅو په پایله کې کې مونږ وتوانېدو چې یو پلاوی جوړ کړو، دغه پلاوي کې قومي، سیاسي او ټولنیز جوړښت په پام کې نیول شوی دی. دغه پلاوی به د اسلامي جمهوریت په استازیتوب مذاکره کوي او له ټولو اسلامي ارزښتونو به دفاع کوي او تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې به ساتي. “”

د سولې په چارو کې د دولت همدا راز وايي  افغان حکومت تل پاتې سولې ته ژمن دی.

اعلامیه کاږي “” د افغانستان دولت د تل پاتې سولې تامین ته ژمن دی او تېرو ۵ کلونو کې يې دغه ژمنتیا ټولو ته څرګنده کړې ده. “”

اعلامیه کي دا هم  ویل شوي چې افغان حکومت او امریکا د سولې په راتونلکي پړاو هوکړې ته رسېدلي دي او په دې اړه  دواړه موافق دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.