د سوک وهنې فدراسیون مرستیال د وژنې په تور یو تن نیول شوی

د سوک وهنې فدراسیون مرستیال د وژنې په تور یو تن نیول شوی

کورنیو چارو وزارت وايي، د مالیې وزارت د مالیاتي مدیر او سوک وهنې فدراسیون د مرستیال حمید حمیدي د قتل په تور یو تن د پولیسو لخوا ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د قیس په نوم یو تن نن د دریمې حوزې پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د سوک وهنې فدراسیون مرستیال حمد حمیدي تېره ورځ سهار اوه نیمې بجې کله چې له خپله کوره ددفتر پر لور روان و، د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې ترور شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.