د سېکولر اشنا څو لنډې خبرې

نور مامد ضياتر دیپلوماسۍ او تشو خبرو هاخوا حقیقت دا دی چې پاکستان د خپل پیدایښت له پیله څو ښکاره غوښتنې او موخې لري او تر هغو چې دا غوښتنې یې عملي نشي او ونه منل شي نو له خپل رذالته لاس نه اخلي او په ټول توان به د ترهګرۍ او افراطي اسلام کیسې ته دوام ورکوي. پاکستان زموږ له پیاوړتیا وېرېږي.

 

پاکستان ولې وېرېږي؟

پاکستان پوهېږي چې یوې خوا ته په پښو ولاړ افغانستان او بلې خوا ته پیاوړی هندوستان د ده بقا لپاره ښکاره خطر دی او په داسې حال کې به هېڅکله پاکستان بریالی نشي چې ځان د یو داسې ملک په توګه، لکه تر ننه یې چې ساتلی، وساتي.

پاکستان پوهېږي چې که افغانستان په پښو ودرېد نو د دوی خیر نشته. سم د واره به افغانستان په پاکستان کې د ورته فعالیتونو هڅه کوي لکه پاکستان چې تر ننه افغانستان کې کړي او دا کیسه به تر هغې دوام کوي چې پاکستان بلکل محوه شوی نه وي.

پاکستان دغه خطرونه په پوره توګه مطالعه کړي، درک کړي او په همدې بنسټ یې د افغانستان او هند په وړاندې خپله ژوره او په خپلو ګټو ولاړه منطقي پالیسي رامنځته کړې. دا پالیسي تر هغو نه بدلېدونکې ده چې د پاکستان غوښتنې نه وي منل شوې.

 

پاکستان څه غواړي؟

پاکستانپاکستان څو ښکاره غوښتنې لري چې تر ننه یې د افغانستان ټولو ولسمشرانو او بېلابېلو دولتونو ته په خپل وخت سره په بندو کوټو کې واضح کړي. تر ټولو لومړی پاکستان دا غواړي چې د ډیورنډ کرښه په رسمي توګه د افغان دولت لخوا ومنل شي. خو د دې کرښې په منلو کیسه نه ختمېږي. پاکستان غواړي افغانستان په خپلو داخلي چارو کې خپلواکی خو په بهرنیو چارو کې په پوره توګه د پاکستان تر لاس لاندې وي.

په داخلي چارو کې هم که چېرې وزیر، ولسمشر او حتا رییس ټاکل کېږي نو باید پاکستان سره مشوره وشي. پاکستان په بل پړاو کې دا هیله لري چې له هند سره زموږ اړیکې یا په پوره توګه پرې شي او یا هم ډېرې محدودې شي چې هند ونشي کړای له افغانستان څخه د پاکستان خلاف پوستې په توګه کار واخلي. دوی وايي افغانستان باید له اقتصادي پلوه هم دومره پیاوړی نشي چې خپل توکي تولید کړي‌او د تل لپاره د پاکستان هغو بې‌کیفیته توکو لپاره مارکېټ پاتې شي چې د نړۍ بل هېڅ هېواد کې د معیار له پلوه د اخیستو نه دي.

افغانستان په ښکاره توګه د پاکستان د بې کفیته توکو بازار دی او موږ سره له دې چې د پاکستان د دښمنۍ ډنډورې وهو خپله هره ورځ د هغوی جېب ته په میلونونو ډالر ورلېږو. پاکستاني‌توکي دومره بې کیفیته دي چې که افغانستان یې ورڅخه ونه پېري نو د نړۍ بل هېڅ مارکېټ کې بازار نلري او پاکستان په ملا ماتولی شي.

د پاکستان بله غوښتنه دا ده چې موږ هېڅکله له هغو اوبو ګټه وانخلو چې د پاکستان لور ته روانې دي. له دې اوبو څخه که یوه لپه هم کمېږي نو د پاکستان په ضرر تمامېږي او دا هغوی ته د منلو وړ نه ده. په ورته ډول په لویې او وړې کچه پاکستان داسې زیاتې غوښتنې لري چې افغانستان باید ورته بې له پوښتنې غاړه کېږي خو پاسنۍ غوښتنې یې هغه اصلي دي چې که ونه منل شي نو پاکستان به تر ابده هېڅکله او هېڅکله له خپل رذالته لاس وانخلي.

 

نو بیا دا د سولې غونډې او کنفرانسونه یعنې چي؟

طالب جنګیاليپاکستان د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ځان په منځګړي ښودلو سره نړۍ ته دا ښيي چې دی تر منځه یو بېطرفه هېواد دی او د طالبانو یا هم افغان حکومت په چارو کې لاس نه لري. پاکستان تر ډېره په خپل دې هدف کې بریالی شوی هم دی او سره له دې چې اسامه، ملاعمر او ډېر نور ترهګر د دوی په انګړ کې ووژل شول، دوی د خپلې هوښیارې بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ په مټ وتوانېدل چې ځان سپین کړي.

پاکستان هر کال په ژمي کې چې افغانستان کې د طالبانو لپاره جګړه کول ستونزمن وي د سولې دروغجنې خبرې پیل کړي او کله چې پسرلی پیلېږي نو خبرې ناکامې شوې وي او طالبان د آی‌اېس‌آی لخوا د جنګ لپاره بیا اماده شي. پاکستان په یو وخت کې دوه چارې پیل کړي چې هم نړۍ ته ځان سپینوي او هم له بلې خوا خپلې ځانګړې موخې د طالبانو په څېره کې پر مخ بیايي.

پاکستان لپاره به له خپلو موخو تېرېدل په خپل مرګ لاسلیک کول وي او پاکستان دومره ساده نه دی چې دا کار وکړي. د سولې غولوونکي کنفرانسونه،‌ غونډې او ناستې ټولې یوه ظاهري بڼه لري او هېڅ راز پایلې ته پکې رسېدل زما له نظره ناممکن دي. پاکستان دا حقیقت ښه درک کړی چې طالبان په افغانانو کې ډېر خواخوږي لري او په همدې دلیل یې دا لوبه تر اوسه بریالۍ روانه کړې ده.

 

ښه نو د طالبانو خواخوږي څوک شول؟

ګورئ دا خواخوږي څو ډلې خلک دي. یوه ډله خلک هغه بېسواده او ناپوهه خلک دي چې په دیني افراطیت اخته ذهنونه لري او د طالبانو افغان وژنې ته دیني استدلال لري. دا خلک په ملت، افغانیت او وطن باور نلري بلکې امتیان دي. دوی د فلسطین او برما او افریقا غم خوړلي. د کور څنګ وږی ماشوم یې نه دی یاد او د نربچیان اسلامي ملکونه ازادول غواړي.

دویمه ډله خلک هغه دي چې له دولته ناراضه دي. دا ناراضي یې په دې خاطر ده چې دولت کې کورسۍ نه دي ورکړل شوي او سره له دې چې کور، کالي، ډوډۍ او ښکلې موټرې او باډي ګارډان لري خو بیا هم کورسۍ غواړي او که ورنکړل شي نو د طالب، داعش او بل هر شیطان ملا ورتړي تر څو نظام چپه شي. دوی وايي اول ځان دی بیا افغانستان دی بس خلاص!

بله ډله هغه خلک دي چې عام وګړي دي او د دولت فساد او مردارۍ څخه په تنګ راغلي دي. دوی له ناچارې د طالبانو سره همدردي لري. هغه هندي فلمونو کې وايي کنه چې دوشمن کا دوشمن دوست هوتا هی نو دوی ځکه طالبانو سره همدردي لري چې د دې فاسد حکومت ضد دي. نور نو نه طالبانو سره فکر‌ي همغږي لري او نه هم دیني افراطیان دي. دوی وايي یعنې چی؟ یو مجاهد سره له دې چې زرګونه خلک یې احمد ضياء مسعودوژلي، کورونه یې لوټلي، غلاوې یې کړي او اوس هم نورې غلاوې کوي د دیموکراسۍ په نوم په موږ حاکم دی.

دوی وايي په دې دولت کې د ناست مجاهد او سنګر کې ناست طالب توپیر څه دی؟ خو یو شیان دي. یو راڅخه ډوډۍ اخلي او بل راڅخه ژوند. دې دواړو کې هېڅ توپیر نشته. دوی داهم وايي چې د یو مجاهد او دولتي فاسد وزیر یا رییس د یوې شپې ډوډۍ باندې لس غریبان یوه میاشت ژوند کولی شي. اخر دومره غریب ملک کې دا ولې؟ دوی دا هم وايي چې د یو بچه باز دولتي چارواکي یا هم مجاهد د یو سندریز مجلس د کابل یا بدخشان یا تخار د یوې غریبې کورنۍ د ټول ژمي خرڅ دی.

دا هغه لویې ناراضي ډلې دي چې پاکستان یې له شتون څخه ګټه اخلي. دوی که څه هم د خپل مخالفت لپاره ځانګړي دلیلونه لري او تر ماوتا مخکې پاکستان ته کنځاوې کوي خو بیا هم په دې نه پوهېږي چې د نظام د مخالفت ګټه یې پاکستان ته رسي. دا چې دولت دوی څنګه ځانته رااړوي او د طالبانو له ملاتړه یې راګرځوي نو دا د دولت کار دی. زه غریب سړی یم په دې به نه غږېږم.

 

ښه نو بیا څه وکړو؟

ښه صبر، غوصه کېږئ مه اوس یې وایم. دم مهال چې افغانستان د یو کمزوري هېواد په توګه دې سیمه کې ساه اخلي نو دا ناممکنه ده چې پاکستان سره دې ټکر وکړي. پاکستان په پوره مانا تر موږ پیاوړی هېواد دی او دې کې هېڅ شک نشته چې خپلې بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ یې ډېرې بریالۍ دي. موږ چې په کور دننه یوه خوله نه یو او حتا ارګ، امنیت، وزارتونه او ملت مو په برخو وېشل شوی نشو کولی ځان ورسره ووهو.

نو په کار دا ده چې طالبانو سره په زغرده جګړه وشي. د ټولو ستونزو سره سره د افغان حکومت او خپل ملي پوځ ملاتړ وشي او تر هغې حده په خپلو کې یووالی رامنځته شي چې پاکستان نور په دې وپوهېږي‌چې د طالب سکه یې نوره ناچله ده. په دولت کې د فساد مخه نیول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی او باید نور خلک ونه غولول شي. ملت څه ماشوم نه دی چې په هېڅ شي یې سر خلاص نشي او اخر به یې یوه ورځ د صبر کاسه نسکوره شي. بیا به یې نه دیموکراسي تینګولی شي او نه افراطیت.

ملتونه چې وږي شي بیا د چا ډ پلار پروا هم نه ساتي او بس یوې اشارې ته په تمه وي چې د بډایو په کورونو ورننوځي او چړې یې په وینو سرې کړي. داسې انقلابونه نړۍ کې ډېر شوي. د فرانسې له انقلابه یې راونیسئ بیا د روس تر کمونیستي انقلابه پورې. که دولت فساد سره مبارزه کې نسبتا بریالی شو نو دا وګڼئ چې لومړی ګام مو پورته کړ.

خلک سره یو کېږي او ورو ورو کاري زمینې مساعدېږي. له دې سره یو والی رامنځته کېږي او طالب خپله کمزوری کېږي. اوس نو بس د فساد په وړاندې مبارزه خیال کې کتلی شو او خوب یې لیدلی شو. که دا کار مو ونکړ نو په تمه اوسئ چې پاکستان به حتما درباندې بیا د داعش یا بل بل په څېره کې حاکم وي او تر هغو به خپلې لوبې ته دوام ورکوي چې وینې یې درڅخه نه وي زبېښلي.

سېکولر اشنا چې دا خبرې وکړې نو اخر کې یې موږ ته ویل څه پوی شوئ؟ د دې خبرو په اورېدو زموږ ټولو فیلنګونه حیران حیران شول. هېڅ مو ونه ویل او چورت کې لاړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.