د صحنې طالب قوماندانان ددولت په ادرس پسې ناقراره دي

اباسین بریالمنصور داد الله چې زابل ته راغی، احمدشاه احمدزي ته یې احوال راواستاوه چې ورسره مرسته وکړي او په بد وضعیت کې قرار لري. له منصور دادالله سره ګڼ شمیر طالبان وو، چې د ده په اشاره جنګېدل. د منصور ملا تمه وه، چې احمدشاه احمدزی به ورسره مالي مرسته وکړي او دی به په زابل کې د طالبانو یوه نوې لاره ونیسي. احمدشاه احمدزي له قیوم کوچي سره تماس ونیو او قیوم کوچي دا پیغام ارګ ته ورساوه. ارګ په دې موضوع کې دلچسپي ونه ښوده، له ځايي قوماندانانو سره دښمنیو هغه اړ کړ، چې د خپلې بقا لپاره نورو لارو ته مخه کړي. په زابل کې د میشتو ازبک جنګیالیو ډلې، چې ځان ته یې وروسته دداعش ټايټل خپل کړ منصور ملا ته پیسې ورکړې او هغه يې د ځان په ګټه راوڅرخاوه.

دا د سلګونو منځنۍ کچې طالبانو د حال یوازې یو مثال دی، چې فکر کېږي، له پاکستاني استخباراتو سره د یارانې هغه محکم تارونه يې ګوسلېدلي او که افغان دولت له مسلې سره جدي برخورد کړی وای، له یو نسبي فرصت نه يې اعظمي ګټه اخستلای شوای.

اوس افغان دولت په ابهام سره له دوو جګړو او یوې افسانوي سولې سره لاس او ګریوان دی. سوله يې تر جګړې خونړۍ او قېمتي ده خو هغه لاره چې دوی د سولې او جنګ په دواړو برخو کې راتلونکی پسرلی بري ته رسولای شي، هغه لاره يې له پامه غورځولې ده.

په پاکستان کې د اختر منصور د مرګ خبره که کره وخيژي یا نه؛ په هرصورت د طالبانو ترمنځ د ژورو اختلافونو او د پاکستان له اختیاره د وتلو، ځينې حقیقتونه بربنډوي. د اختر منصور د مرګ خبره د افغانستان د استخباراتو پروپاګنده نده، دا موضوع له پاکستاني چينلونو رپوټ شوې او پاکستان د لومړي ځل لپاره د طالبانو توحید ته ضرورت لري. پاکستان داځل سوله نه، بلکې له افغان دولت سره د معاملې له جدي مجبوریت سره مخ دی. له یوې خوا خواره واره طالبان د پاکستان د ګټو جګړې ته دوام نشي ورکولای او له بلې خوا په داسې طالبانو هیڅ معامله نشي کېدای چې واحد ادرس ونلري یا لااقل پاکستان يې د واحد ادرس په توګه مطرح نکړای شي.

د پاکستان دویم مجبوریت په سیمه يیز ایتلاف کې لوبېدل او دداعش له هغه ډول خطرونو وېره ده، چې پاکستان د طالبانو د جریان په څېر ورباندې کامل تسلط ونشي لرلای. په وروستیو کې اسلام اباد د چيني، ایراني، او روسي چارواکو د هغې غونډې کوربه و، چې د داعش په مقابل کې د طالبانو د تقويې په مسله پکې هوکړه وشوه. که څه هم په افغانستان کې ډېر نظرونه د پاکستان او داعش په اړيکو توحيد شوي، خو لا هم پاکستان دداعش له هغسې اینده په وېره کې دی، چې ددوی نفوذي کسان پکې حداقل وي او پاکستان ته يې هم د تورې څوکه برابره شي. پاکستان داعش یو پيښېدونکی واقعیت ګڼي چې ورسره د سازش لارې لټوي مګر ددې جریان په اړه خوشبيني او اندېښنه يې دواړه نیم په نیمه دي.

د ملا عمر له مرګه وروسته پاکستان ځکه د حقاني زوی د ملا اختر منصور د مرستیال په توګه وټاکلو چې هم افغان دولت او هم امريکا ته ثابته کړي، چې دوی د وسله والو یاغیانو استازولي رامنځ ته کړه او دا د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتو قوي ادرس دی. کله چې دطالبانو نورو ډلو بغاوت ته مخه کړه او پاکستان لیدل چې د اختر منصور مخالفو طالبانو توله په درنېدو ده لومړی یې دطالبانو په منځ کې د وساطت هڅې پیل کړې خو وروسته ثابته شوه، چې د اختر منصور پر مشرۍ تر ټینګار داښه ده، چې یو دريم مشر د طالبانو په زعامت وټاکل شي. دې هدف ته درسېدو لپاره ضرورت و، چې اختر منصور یا مړ شي یا د ټپي شوي مشر په توګه یوڅو میاشتې له صحنې ووځي.

په همدې ګډوډۍ کې چې لا تضمین شوې نده، پاکستان به طالبان د مشرتابه پرسر د شخړو له ګردابه و ایستلی شي که نه، په افغانستان کې د جنګ په لیکو کې دمنځنۍ کچې طالبان د برخلیک له بې سابقې شواخون سره مخ دي. دوی هریو یې د بقا جګړه کوي او هڅه کوي ترهغه وخته ژوندي پاتې شي چې رهبري منسجمه شي.

د ملا عمر له مرګ راهیسې د جنګ په صحنه کې په حاضرو طالبانو کې درځونه په پراخېدو دي، د کندوز په جګړه کې او همداراز په فاریاب کې د طالبانو په جبهيزو تحرکاتو کې پاکستاني استخباراتو ډېر زور و ازمویلو، ترڅو ثابته کړي، که د رهبرۍ بحران په طالبانو تاثیر کړی وای نو په لومړي ځل يې یوه ولایت ته سقوط نشو ورکولای. حتی داسې بېلګې شته چې په پکتیکا او د هلمند په باباجي کې پاکستاني پوځيان ووژل شول. په اصل کې د طالبانو د اقتدار د استحکام سنجش د پاکستان میشتو طالب مشرانو په معیار يې غلط دی، پاکستان په طالبانو د خپل تسلط معیار په افغانستان کې د جګړې له وضعیت او د قوماندانانو له تابعدارۍ قیاس کوي، خو په وروستیو کې د جنګ له صحنې پاکستان ته ښه خبرونه نه رسېږي د البدر ډله چې په کشمير کې له لسیزو د پاکستان په اشاره غلچکي بریدونه کوي په لومړي ځل اړ شوه چې افغانستان ته خپل جنګیالي راواستوي او د استخباراتي معلوماتو له مخې دا لومړی ځل و، چې دوی ۲۷ البدر جنګیالي ووژل. البدر جنګیالي یوازې په احرارالهند یا ضرب الهند داعیه باور لري.

اوس چې څه کېدونکي دي، د افغان دولت لاس پکې سخت پیاوړی دی، خو که دغه لاس حرکت پیل نکړي یو ښه فرصت به برباد شي. دا فرصت د ژمي په سړو کې چې د صحنې طالب قوماندانان جګړه نه کوي بلکې د تودو کمبلو په ارمان دي، په اعتماد کې اخستل دي. د طالبانو سل قوماندانان په افغانستان کې حضور لري، چې فکر کوي، د طالب په نوم ترجنګېدو پرته اينده نلري. دوی هریو یې د سر او خپلو جنګيالیو د خونديتوب په تضمین معاملې ته چمتو دي، خو داسې لوری نشته چې هغوی ته د بقا تضمین ورکړي. له یوې خوا امریکایان هغوی نیسي، له بلې خوا داعش جنګيالي ورباندې حلقې راتنګوي او له بلې خوا د سولې له زاړه او ناکاره بهیر سره یوځای کېدل (چې ټوپک کېږده، قران ورته ډالۍ کړه، په تېرو اعمالو نفرین ووايه او بیا ځان په خدای وسپاره) د خپل غرور او ماضي په اړه خیانت ګڼي.

د یو نوي استخباراتي تعامل لپاره د یو چینل د فعالیدو سخته اړتیا ده. په دې برخه کې باید د طالبانو د خونديتوب یو کوټلی تضمین لومړنی شرط وي، دویم داچې د طالبانو د مشرتابه بحران باید دومره تبليغ او برجسته شي، چې په جګړه بوخت دویمه کټګوري طالبان د پاکستان میشت رهبرۍ له بیا رغښت کاملاً ناامیده کړي. او دريم داچې د سولې نه بلکې د تعامل په ترڅ کې افغان دولت ته له جګړې تېرېدونکي طالبان د سر د خونديتوب په ژمنه باور وکړای شي.

دا چينل د تعامل د یو پټ پلاوي یا جرګې له لارې رامنځ ته کېدای شي او داجرګګۍ تر دقيقې استخباراتي څارنې لاندې باید له نویو موثرو کرکټرونو جوړه شي. له نويو کرکټرونو منظور په کابل کې میشت د طالبانو هغه خواخوږي دي، چې د طالبانو سیاسي کول د هغوی تر حذف لازمي ګڼي. دویمه ډله کرکټرونه هغه قومي مشران دي، چې طالب قوماندانانو  په خپلو سیمو کې د خلکو د شخړو د هواري لپاره یا له دولت سره د خپلو وړو شخړو د حل لپاره په تېر مهال کې څو ځله راليږلي او د جرګګۍ درېیم کرکټرونه هغه کسان دي، چې د فاروق اعظم په څېر له غربي نظریاتو سره کلیوالي سنتي امتزاج لري او په طالبانو پسې ورتللای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.