د طالبانو د هاوان مرمۍ ملکیان وژلي دي

د طالبانو د هاوان مرمۍ ملکیان وژلي دي

د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې لخوا د هاوان مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو هم منلې چې د هاوان دغه ګولۍ د طالبانو لخوا توغول شوې چې ملکی مرګ ژوبله اړولې يې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو بریدونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي، له دې  وړاندې هم په سرپل ولایت کې د هاوان یوه مرمۍ توغولې چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

Leave a Reply

Your email address will not be published.