د قاطع تصمیم درې لارې چارې

معصوم جان معصوميراځۍ! چې د کارونو د اسانتیاوو او خپلو ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره د هرې ورځې لپاره سم په وخت عمل وکړو تر څو وکولی شو په خپلو پلان شویو موخو کې بریالي واوسو او یوه مثبته پایله تر لاسه کړو نو په همدې منظور سره په ټولنه کې زموږ او ستاسو څخه یو څوک غواړي یو ښه دنده یا کار ځان ته پیدا کړي لکه زه غواړم په یو دفتر کې دنده واخلم، ته غواړې د یو دوکان جوړه ولو تصمیم ونیسې، ستا ورور، تره زوی، ګاونډي، کلیوال یا ملګری غواړي چې د اینجینرۍ، طبابت، میخانیک، نجاري، ډریواري او داسې نورو…مسلکونو کې د ځان لپاره یو بوختیا پیدا کړي چې ددې ټولو لپاره یو قاطع تصمیم نیونه اړینه ده.

قاطع تصمیم د ټاکلو او ځانګړو موخو په لاس ته راوړلو کې ډیر اغیزمن او موثر رول لوبوي په دې مانا که یو څوک د یو کار د شروع لپاره غوڅ او پریکنده تصمیم او پریکړه ونه لري هغه په خپل هدف کې ناکام دې هیڅکله به د ژوند د بهبود او ښکلا لپاره تر منزل ونه رسیږي حال دا چې نوموړی به د یو کار د شروع لپاره به ښه امکانات په لاس کې لري خو په قاطع تصمیم نیونه یا پریکړه کې به زړه نا زړه وي او هر کار ته به زړه نه شي ښه کولی مګر د همغه کار د سرته رسولو او اجرا کولو وړتیا او توان به هم لري نو ددې لپاره چې د ژوند په بوختیاوو کې زر موخو ته ورسیږو او په مخ کې پراته خنډونه له منځه یوسو په کار ده چې ددغو پنځو لارو چارو په کارولو سره قاطع تصمیم ونیسو او ټاکلو موخو ته ورسیږو چې دا درې لارې چارې په لاندې ډول دي:

  • الف: له ځان سره فکر هر وګړی د ورځې په فکرونو کې ډوب وي خو دا فکرونه یوازې د کار په اړه نه وي بلکې د ژوند د هر څیز په اړه وي خو کله چې یو انسان د ځان لپاره د یو کار پیدا کولو هوډ وکړي او یا یې کار پیدا کړی وي باید له ځان سره داسې فکر وکړي چې په کار کې موخې ته د رسیدو لپاره له ډیرو ستونزو او خطرونو سره مخامخ نه وي او یا د ګټې په ځای پکې زیان ونه کړي ځکه د یو کار لپاره له ځان سره فکر کول لومړ شرط دې، پرته له فکره هیڅوک بریا نه شي تر لاسه کولی او د ځان سره درست او هر اړخیز فکر د موخې لپاره په قاطع تصمیم نیونه کې مرسته کوي او د کار په شروع باندې ژور اغیز ښیندي.
  • ب: له کورنۍ سره مشوره کله چې د اړوند کار په اړه ښه ژور فکر وکړو د هغه مثبتې او منفي نقطې د له ځان سره یاداشت کړو بیا مجبور او مکلف یو چې د قاطع تصمیم لپاره خپله موخه له کورنۍ سره شریکه کړو ځکه ستاسې کورنۍ ستاسې نړۍ ده او په نړۍ کې هر ډول خلک شته او له دې نړۍ (کورنۍ) پرته ستاسې ژوند هیڅ دې نو بناءً له خپلې کورنۍ سره مشوره د خپل فکر تر څنګ ته به په هغه څه پوه شې چې تر اوسه ستاسې په ذهن کې هيڅ ګمان نه و شوی او د اړوند کار د شروع لپاره ټولې ښیګڼې او بدګڼې، ستونزې، کږلیچونه ستاسې او د کورنۍ په مشوره جوت او روښانه شي او باالاخره به په یو سلا او مصلحت به د کار کولو یا نه کولو پریکړه به په ګډه ونیسۍ.
  • ج: پیل یا نه پیل موږ او تاسې د قاطع تصمیم نیونې لپاره له ځان سره فکر او د کورنۍ له غړو سره مشوره کولو باندې خبرې وکړې له دې دواړو څخه کامیاب را ووتلو اوس ددې لپاره چې قاطع تصمیم ته د عمل بڼه ورکړو نو د “پیل یا نه پیل” پړاو باندې خبرې کوو ځکه چې دا پړاو د قاطع تصمیم نیونې اړین پړاو دې، دا پړاو د ژوند د بوختیا، پرمختګ او عمل کولو پړاو دې تر څو موږ وکولی شو چې هغه ځاني وړتیاوې، انرژي او طاقت چې موږ یې لرو هغه عملاً په ډاګه کړو.

د پیل یا نه پیل لپاره فکر کولو او مشوره کولو ته اړتیا نشته ځکه د فکر کولو او مشورې کولو څخه وروسته موږ دا درک کړه او پوه شو چې ټاکل شوی کار باید پیل کړو یا یې نه پیل کړو. که چیرته زموږ ټاکل شویو موخو کې ګټې پرتې وې، ستونزې او تکلیفونه یې کم وه هرو مرو د کار د پیل کولو لپاره به موږ سره قاطع تصمیم شتون ولري چې په پیل یې شروع وکړو . او که چیرته داسې وه چې د کار ټول اړخونه د ډیر تاوان یا کمې ګټې، د ستونزو، هغو خنډونو چې د له منځه تلل یې سخت وي یا له ځان سره خطر ولري همدارنګه په یو نا یو ډول د کاري برخې ساحه، شا او خوا چاپیریال د امن، سولې، خوندیتوب او د ښې فضا درلودونکی نه وو نو بیا هم موږ او تاسې د کار د نه پیل کولو لپاره قاطع تصمیم کولو څیښتن یو چې ورڅخه تیر شو.

هیله ده چې د ژوند هر ډول حالت په ډیر ژور فکر او عقل سره تحلیل کړو او ښه فکر، مشوره، پیل به موږ سره د قاطع تصمیم په نیونه کې د کامیابۍ او پرمختګ په لوري سوق کړي ځکه ژوند د سمندر په څیر دې چې بهیږي، د هوا په څیر دې چې کله هوا تیزه، ورو، ګردمنه وي او کله سړه، متعدله او ګرمه وي چې له دې هر څه سره، سره انسان تل خوشاله نه وي او نه خفه وي خو د هوا او سمندر په څیر په مختلفو تفاوتونو سره ژوند روان دې او تر هغې به روان وي چې دا نړۍ وي، انسانان وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.