د كابل په زړه كې ترور

شاه دوشمشيرهد كابل ښار په زړه كې يو تن د نامعلومو كسانو له خوا وژل شوى دى. رپوټونه وايي چې دا پيښه د كابل ښار د شاه دوشمشيره په سيمه كې شوې ده. د كابل پوليس په دې اړه ناخبري ښيي، خو د سيمې اوسيدونكي وايي چې په دې سيمه كې يو تن د وسله والو له خوا ترور شوى او وسله وال په تيښته بريالي شوي دي. تراوسه روښانه نه ده چې دا شخص څوك او څه دنده يې درلوده. په دې وروستيو كې په كابل ښار كې د جنايي جرمونو او پيښو كچه لوړه شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.