د ملا عبدالسلام ضعیف کور نه و محاصره شوی

د ملا عبدالسلام ضعیف کور نه و محاصره شوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د ملا طوطي د نیولو لپاره عملیات وکړل.

د رحیمي په وینا “ملا طوطي د ځمکو غاصب دی او امنیتي ځواکونه یې په لټه کې وو. ”

د ده په وینا، ملا طوطي له دوه میله وسلې او یوه اندازه نظامي وسایلو سره نیول شوی دی.


رحیمي زیاتوي، ځینې رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکي امنیتي ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی، دی وایي دا راپورونه بې بنیاده دي.


دا عملیات د بګرامیو په ولسوالۍ کې شوي چې هلته د ملا عبدالسلام ضعیف کور هم دی.


دا په داسې حال کې ده چې صاحب ګل مشهور په ملا طوطي د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې و او امنیتي ځواکونو د لیندۍ میاشتې پر ۱۵مه د دوی پر کور عملیات وکړل چې په پایله کې یې ورور «داوود» له ۸ میله غیر قانوني وسلې او یوه هایلکس موټر سره ونیوه او ملا طوطي ترې وتښتېده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.