د منظور پښتون د پرونۍ وینا مهم ټکي

د منظور پښتون د پرونۍ وینا مهم ټکي

 

  • د پښتون یو سوک د پنجاب ۱۸ پوځیان چپه کولای شي.
  • دا ټول د انګرېز جوړ کړی نظام دی قانون یې زمونږ د روایاتو خلاف دی ، د پوځ اداره او نورې ټولې ادارې د انګرېز دي.
  • پښتانه یې سره ووېشل. انګریزانو او پاکستان زلیله کړل. مړه یې کړل. بې عزته یې کړل.
  • څوک یې افغانستان ته لړه کړل، څوک یې سوات ته، څوک یې این ډبلیو ایف پي او څوک یې فاټا کړل.
  • پښتون یې غریب وساته او د هغوی د غریبۍ نه یې غلطه فایده اوچته کړه.
  • په ایف سي کې یې ټول پښتانه مقرر کړل او بلوچستان ته یې ولېږل. هلته د پنجاب بدي په پښتنو پالي. دا ظالم مکار ریاست دی.
  • چې کله د جنګ وخت راشي پښتانه جلبول شروع کړي.
  • چې کله بیا جنګ ختم شي بیا موټروې په پنجاب کې جوړیږي، پروژې په پنجاب کې عملي کیږي او پښتون سپېره خوله نیولي وي.
  • د لوی احمد شاه بابا روح به اراموم او د پنجاب څخه به د پښتون حق غواړم.
  • پښتانه محافظه کاره نه دي بلکې په ارامه مخ ته ځي.
  • پښتانه سوکان هم لري او څپېړې هم خو دا هر څه به په خپل وخت کاروي.
  • له پنجاب څخه به د زرګونو پښتنو غچ اخلمه.
  • دا د احمد شاه بابا او میرویس نیکه وطن دی ، مونږ پیرنګیان مات کړي نو له ای ایس ای څخه به ځان څنګه نشو خلاصولای.
  • پاکستان شمالي وزیرستان په چین پلورلی او هر ورځ ترې قیمتي کانونه وباسي، زمونږ په خاوره پروژې عملي کیږي او ګټه یې پنجاب ته رسیږي.
  • که چیرې د کشمیر په غم میدان ته دانګې ملاتړ دې کوي او که د خپلو پښتنو په غم کې میدان ته رادانګې نو پښې دې وهي.
  • پاکستان حکومت دې د د عدالت د فیصلې نه بغیر د وژنو پلټنې وکړي او ککړ کسانو ته دې سزا ورکړي.
  • په پاکستان کې پښتانه له خپلو اقتصادي ، بنیادي او بشري حقوقو څخه بې برخې دي.
  • د پښتنو خاوره د دهشتګردۍ په پلمه لوټل شوې ده.
  • زمونږ او د دوی هر څه سره بدل دي زمونږ ژبه بدله ده او د دوی بدله ، د دوی کلتور بدل دی زمونږ بدل دی ، زمونږ او د دوی یووالی په هیڅ صورت نه کیږي. زمونږ مشران بدل دي.
  • که چیرته د پاکستان فوځ دلال جوړېږې ، د دوی غلامي کوې ، د دوی په وړاندې سر ټیټی ژوند کوې نو بیا دې ژوند ته پرېږدي او په چیک پوسټ دې پریږدي او که نه یې کوې نو بیا مرګ دی او ظلم دی.
  • دوی طاهر داوړ جې ایس پي و معاف نه کړو ځکه چې هغه د دوی غلامي نه منله.
  • نقیب مسعود یې وړی و او ښه یې شکنجه کړی وو بیا یې کور ته راوړ او په سوکانو یې مړ کړ او بیا یې کورنۍ ته اخطار ورکړ چې داسې ځای به یې ښخوئ چې څوک یې پیدا نه کړي. ولې پښتنو مېندو خپل بچیان د دې لپاره لوی کړي دي چې تاسې پرې لوبې وکړئ، خپلې پروژې پرې عملي کړئ. له دې نه پس به داسې کار نشي کېدای.
  • د چا مو چې بچیان وژلي که هغه عام ولس دی او که هغه قومي مشران دي د یوه یوه حساب به راکوې.
  • مکار ریاست زمونږ ملګري په لارو کې د جلسې ته د راتګ نه منعې کړي او درولي یې دي.
  • ریاست ډېر کوشش وکړو چې مونږ واخلي، پي ټي ایم چپه کړي. خو تاسو ته معلومه ده پي ټي ایم ولې چپه او ختم نه شو ځکه چې تاسې ورسره یاست. تاسې غوندې ویاړلي ځوانان او پېغلې ورسره یاست.
  • انشاالله پښتون به ښه ژوند ولري ډېر ژر به له دې غلامۍ څخه خلاص شو او زه به نه خرڅ شم نه به بدل شم او نه به د پښتنو له حقونو څخه تېر شم.
  • دلته په پښتنو مبارزینو باندې مختلف تورونه لګېږي او په مختلفو نومونو بندیان کیږي. مه ډاریږئ. خپله مبارزه جاري وساتئ.
  • زمونږ سکولونه او کالجونه په پوځي چاوڼیو بدل شوي دي. تعلیم درڅخه اخلي پښتنو!
  • زمونږ ټول بازارونه یې ختم کړي. د پښتنو کاروبارونه یې تباه کړل دې مکار ریاست.
  • مونږ ځکه خاموشه یو چې لږ را منظم شو بیا به لخیره په هر قیمت خپل حق غواړو.
  • زمونږ د مړو او د ژوندو حساب به غواړو. زمونږ کورونه یې په ډزو ویشتي دي. زمونږ غرونه یې بمبار کړي دي. د ټولو حساب به ورڅخه په نره غواړو.
  • په هر کلي کې یوه کمېټه جوړه کړئ، بیا د هرې ضلعې په سر یوه کمېټه. بیا د هر ښار په سر یوه کمېټه. انشاالله بیا به په لکونو تعداد د اسلام اباد د نیولو تابیا کوو او ټول اسلام اباد به بندوو.
  • دا ځل به تاسې وګورئ چې د پښتنو ولس سره اسلام اباد ته خپل سرکاري افسران هم روان شي بیا به یو انقلاب راشي. د پولیسو افسران او د پوځ افسران به هم راځي د دوی پوځ به مات شي پدې سره.

Leave a Reply

Your email address will not be published.