د نرخ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د نرخ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال، د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي امین الله چې په صلاح الدین مشهور و، وژل شوی دی.

عملیاتو کې ددې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول خالد چې په عمر مشهور دی او بل سرګروپ چې مولوي امین الله نومېږي، له خپلو درېیو ملګرو سره وژل شوی.

د ملي امنیت خبرپاڼه لیکي، مولوي امنین الله له زیاتې مودې راهېسې په دولت ضد کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو او د ځانمرګو بریدونو په پلان جوړونې کې لاس درلود

Leave a Reply

Your email address will not be published.