د ننګرهار استېناف محکمې دوه مدیران نن سهار ترور شول

د ننګرهار استېناف محکمې دوه مدیران نن سهار ترور شول

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، نن سهار اوه بجې د ننګرهار د استېناف محکمې دوه مدیران د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړې چې بریدګرو د پېښې ځایه تېښته کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

تر اوسه د وژل شویو مدیرانو د وژنې مسوولیت شخص او یا هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.

په دې وروستیو کې  ننګرهار کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخېستی، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د ننګرهار اوسېدونکي له کشفي او امنیتي ارګانونو غواړي چې دغه ولایت کې د هدفي وژنو مخه ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.