د ننګرهار اوسېدونکي: د معاملې سوله افغانانو ته د منلو نه ده

د ننګرهار اوسېدونکي: د معاملې سوله افغانانو ته د منلو نه ده

د ننګرهار د ښېوې، دره نور، شینوارو، بټي کوټ، روداتو، بهسود، اچین، نازیانو، دوربابا، مومند درې، لعلپوري، کږې او چپرهار ولسوالیو لسګونه اوسېدونکو له بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ اعلان او خبرداری یې ورکړ چې د معاملې سوله ورته په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.

 

هغوی وایي، د جګړې ښېکل لوري دي پر یوې داسي سولي هوکړه وکړي چې د ولسونو غوښتنه ده.

 

د ننګرهار د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د هلمند د سولې کاروان غړو سره په کتنه کې ویلي: داسې برېښي چې د سولې په نوم د یوې بلې معاملې خوا ته روان دي، هغه څه چې په وینا یې بل ناورین ته زه زمینه برابره کړي.

 

کندز کې هم لسګونه کسان تېره ورځ راټول شوي او د بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه یې کړې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.