د هرات ـ کندهار لویې لارې نننۍ چاودنه کې ۲ محصلین هم شهیدان شوي محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: نن سهار د کندهار ـــ هرات پر لویه لار د فراه اړوند شاوز سیمه کې د مسافرو پر یوه ۴۰۴ موټر د طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین په قربانیانو کې دوه تنه محصلان هم وو. دا دوه تنه محصلان نجیب الله ابراهیمي او عنایت الله فکرت نومیدل او د هرات ولایت د ژورناليزم پوهنځي زده کړیالان وو چې له پوهنتونه د خپلو کورونو په لوري روان وو. دا پېښه نن سهار داسې مهال وشوه چې یو ۴۰۴ موټر د هرات او فراه تر منځ سرحدي سیمه شاوز کې د سړک غاړې پر ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شو او د ۲۷ ټپیانو په ګډون یې ۳۴ کسان ووژل.
Leave a Reply