د هوايي ډګر پر سړک ونې پرې کوونکی بهرنی شرکت جریمه شو

د هوايي ډګر پر سړک ونې پرې کوونکی بهرنی شرکت جریمه شو

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۷ مه:

د کابل هوايي ډګر پر سړک د ونو د پرېکولو د تخلف په اړه د کابل ښاروالۍ ښاري تخلفاتو ته د رسيدګۍ کمېسيون اضطراري ناسته کړې ده.

له کابل ښاروالۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد شرکت له کابل ښاروالۍ سره له همغږۍ پرته د امنيتي کمرو د نصب پرمهال ۲۴ ونې د کابل هوايي ډکر د سړک پر مسير پرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي، کمېسيون له هر اړخيز بحث او ارزونې وروسته پرېکړه وکړه چې متخلف شرکت د ښاري او مسکن د قانون د شپاړسمې مادې د پنځمې فقرې خلاف کړنه کړې ده چې په پايله کې  د ښاري او مسکن د قانون د اتلسمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس یاد شرکت په ۵.۷۶ ميليون افغانيو نقدي جريمه کړ

د کابل ښاروالي د ياد شرکت کار په ټپه ودراوه او همدارنګه د دوی اړوند کانکس اتاق يې له سيمې ليرې او ضبط يې کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.