د وردګو برید؛ ملي امنیت وايي طراح مو ورته وواژه

د وردګو برید؛ ملي امنیت وايي طراح مو ورته وواژه

 

ملي امنیت وايي، میدان وردګو کې د وړمې ورځې د موټر بم برید طراح، قوماندان نعمان له خپلو ۷ ملګرو سره وژلی دی.

ملي امنیت ویلي، چې په نعمان باندې تېره شپه میدان ښار ولسوالۍ کې افغان ځواکونو هوايي برید کړی دی.

د ملي امنیت په خبره، وردګو کې د وروستي برید د نورو پلانوونکو د وژلو هڅې روانې دي.

وړمه ورځ طالبانو میدان وردګو کې یو رزنیز مرکز چې سیمه ییزو پولیسو ته په کې روزنه ورکول کېده، موټر بم برید وکړ، چې نږدې ۱۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.