د ټاپي پایپلاین: د ورېښمو نوې لار او که تش یو خوب؟

هندوستان،‌ پاکستان او افغانستان له ترکمنستان څخه د ۱۸۱۴ کیلومترو په اوږدوالي د ګازو پایپلاین تېروي خو کارپوهان د دې پروژې د رښتیا کېدو په اړه شکمن دي. د انرژۍ تږيو هندوستان او پاکستان له افغانستان سره لاس یو کړی او د ۱۰میلیاردو ډالرو په لګښت یې له ترکمنستان څخه د ګازو د پایپلاین تېرولو هوډ کړی.

د افغانستان، هند او پاکستان مشران د قراقرم په لرې پرتې دښته کې، چې د ترکمنستان د پلازمېنې عشق‌آباد د شمال‌ختیځ په ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، راټول شوي تر څو د ۱۸۱۴کیلومترۍ په اوږدوالي د (ټاپي) د ګازو د پایپلاین پرانیسته وکړي. د دې پایپلان نوم د همدې څلورو ملکونو له نامه څخه جوړ شوی دی.

ټاپي

د دوشنبې په ورځ، وروسته له هغې چې د ګازو د پایپلاین له بریالۍ پرانیستې راوګرځېد نو ولسمشر اشرف غني وویل چې د ټاپي پروژه د ورېښمو نوې لار ده.

هغه ژورنالستانو ته وویل: ټاپي به د افغانستان ارزښت په سیمه کې بیا راژوندی کړي. دا یوه ملي او سیمه‌آیزه پروژه ده چې د افغانستان له راتلونکو نسلونو به دفاع کوي.

تر هغې یوه ورځې مخکې، غني، د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف، لومړي وزیر نواز شریف او د هندوستان د ولسمشر مرستیال حامد انصاري په رسمي توګه د ټاپي د پروژې پرانیسته وکړه. دا پایپلاین به د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په پای کې د ګازو په لېږد پیل وکړي چې له پاکستان او افغانستان څخه تېرېږي او په هند ختمېږي.

له دغو څلورو ملکونو څخه چې په دې پروژه کې دخیل دي افغانستان تر ټولو ډېره علاقه ښيي او سره له دې چې د افغانستان امنیتي حالت د ډاډ وړ نه دی ډېرو افغانانو د ټاپي د پروژې د پرانیستې انځورونه په ټولیزو رسنیو کې شریک کړي او د دې پروژې په پیل یې خوښي ښودلې.

کابل هیله‌من دی چې د ټاپي پروژه به نورې پانګونې جذب کړي او د دې هېواد له خراب اقتصادي حالت سره به مرسته وکړي. وروسته له کلونو تردید څخه، عشق آباد ته د روان کال په جولای کې د هند د لومړي وزیر نرېندر مودي سفر، دغه پروژه بیا راژوندۍ کړه او ښکاري چې هند په سیمه کې د چین د نفوذ د زیاتېدو په وړاندې عکس‌العمل ښيي.

ځینې کارپوهان دغې پروژې ته په ډېر نېک نظر ګوري او دې ته یوازې د ګازو د پایپلان په سترګه نه بلکې د سیمې د هغو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو د بیا ژوندي کولو وسیله ګڼي چې تر ټولو زیاتې ستونزې سره لري او هېڅ راز اقتصادي تړونونو کې سره نه دي تړل شوي. د تاریخ په اوږدو کې د هند او پاکستان تر منځ همېشنيو کړکېچونو او د ډیورنډ لاین دواړو غاړو ته د دولتونو تر منځ ستونزو دې ته لار نه ده هواره کړې تر څو دغه سیمه په اقتصادي توګه سره رانیږدې شي.

وروسته له هغې چې روسي ګازپروم کمپنۍ له عشق‌اباد څخه د ګازو واردول کم کړي عشق آباد اړ شوی چې خپلو ګازو ته نوي پېرودونکي پیدا کړي.

د هند د فاعي مطالعاتو او تحلیلونو یو څېړونکی مینا سنګ رای وايي: د دې پروژې پیل خپله یو لوی ګام دی خو دا کافي نه دی او د دې پروژې په پوره توګه بریالۍ کولو لپاره د څلورو واړو ملکونو سیاسي اراده لازمه ده.

 

امنیتي ګواښونه

ترکمنستان د نړۍ د ګازو څلورم لوی تولیدوونکی دی او هندوستان چې د آسیا درېیم لوی اقتصادي ځواک دی د ډېرو ګازو مصرفوونکی دی.

ټاپي به د ترکمنستان د ګالکېنش د ګازو زېرمې څخه پیل کېږي، افغانستان کې به له هرات او کندهار ولایتونو تېرېږي او د پاکستان له کوېټې او ملتان ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته به د هند د شمالي پنجاب فضېلکا سیمې ته رسېږي.

مایکل کوګلمان، د جنوبي آسیا د چارو کارپوه د امریکا له یو څېړنیز مرکز څخه وايي: زه نه پوهېږم چې آیا افغانستان کې به امنیتي وضعه د دې اجازه ورکړي تر څو دا پایپلاین سر ته ورسي او کنه. ځکه په افغانستان کې اکثره هغه سیمې چې دا پایپلاین پرې تېرېږي داسې سیمې دي چې هلته تګ راتګ ناممکنه دی. هغه ځایونه دومره ناامنه دي چې حتا د افغانو پوځي ځواکونو تګ راتګ پکې اسانه نه دی او د ګازو د پایپلاین کارګرو تګ به هم ورته ناممکن وي.

شېبونتي رای دادوال، د هند د یوه څېړنیز مرکز څېړونکې هم شکمنه ده او وايي: دا پروژه پیل شوه، خو زه ډاډمنه نه یم چې په بریالۍ توګه دې پای ته ورسېږي. په ورته حال کې کتل کېږي چې هندوستان د ایران له لارې د دغې پایپلاین د تېرولو پروژه هم په رسمي توګه نه ده کنسل کړې، او تر څنګ یې د عربي خلیج یا عمان په مترادفو لارو باندې هم سوچ کوي.

په ورته حال کې داسې ګنګوسې هم شته چې ترکمنستان به خپل ګاز ایران یا بل هر درېیم هېواد ته لېږي او دا ګاز به بیا وروسته هند ته انتقالېږي خو‌ پیسې به یې عشق‌اباد ته ورکول کېږي. هند او پاکستان، به د دې ۹۰ میلیونو مکعبو ګازو څخه هر یو ۴۲ سلنه کار اخلي او پاتې برخه به یې افغانستان کې کارول کېږي. دا خپله د دې پروژې یو مثبت اړخ بلل شوی. د دې پروژې لوړ سهام د پروژې د سبوتاژ کېدلو مخه نیسي.

کوګلمان وايي د هیلې یوه کړکۍ شته چې دا پروژه دې بریالۍ شي.

 

د پانګې ستونزې

د امنیتي ستونزو تر څنګه په مالي برخه کې د روڼتیا کمي هم اندېښنې زیاتې کړي.

د آسیا پرمختیايي بانک په دې برخه کې عملي مطالعات کړي او ځینو نړیوالو کمپنیو لکه (Mobil, Chevron, Total AS, Exxon) په دې پروژه کې دلچسپي ښودلې. خو دا کمپنۍ وروسته له هغې شاته شوې چې ترکمنستان هېڅ بهرنۍ کمپنۍ ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د ګازو په زېرمو کې پانګونه وکړي.

(TurkmenGaz) د دې پروژې عملي کولو ته تیار دی. دا هغه کمپنۍ ده چې د افغانستان (Afghan Gas Enterprise)، د پاکستان (Inter State Gas Systems) او د هندوستان (GAIL) پکې سهام لري. له دغو کمپنیو څخه هېڅ یو یې هم د دې ظرفیت نلري چې داسې یوه پروژه، چې که بریالۍ شي د نړۍ له لویو پایپلاینونو څخه به وي، سر ته ورسوي.

د عربي اماراتو د (Dragon Oil) په نامه کمپنۍ هم په دې برخه کې شریکه ده، خو له دې ټولو سره سره بیا هم په مالي برخه کې ډېره کمه روڼتیا ښکاري.

آغلې شېبونتي رای ډادوال چې د هند د انرژۍ په امنیتي برخه کې کار کوي یوې بلې اساسي ستونزې ته ګوته نیسي. هغه وايي: ترکمنستان به دا پایپلاین تر خپل سرحده راورسوي خو کومه کمپنۍ حاضره ده چې په افغانستان او پآکستان کې داسې یوې لویې پروژې باندې پانګونه وکړي؟

په داسې حال کې چې که د امنیتي ستونزو له کبله دا پروژه له ځنډ سره مخ کېږي نو نرخ یې هم اوچتېږي. دا پروژه مخکې د امریکا په فشار د یو مترادف په توګه وړاندیز شوې وه. امریکا دا پروژه چې نه یې غوښتل د ایران له لارې تېره شي د ټولې سیمې لپاره بېحده ګټوره بللې وه. خو اوس چې ایران هم له ۵+۱ هېوادونو سره د خپلو هستوي لانجو پر سر هوکړې ته ورسېد نو امریکا به هم په خپلې هغې پرېکړې بیا سوچ کوي.

ظفر بهوټا، چې د پاکستان له (The Express Tribune) سره مشر ژورنالست دی او د انرژي په برخه کې یې کلونه راپورونه تیار کړي وايي: ټاپي د امریکا ملاتړ لرونکې پروژه ده. امریکا غواړي په ترکمنستان کې د روسیې رول راکم کړي.

په داسې حال کې چې هیله کېږي ټاپي پایپلاین به په سیمه کې اقتصادي همکاریو ته غنا وروبخښي، د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو، او جیوپولېټیکي څرنګوالي سربېره به راتلونکي څلور کاله دا وښيي چې ایا د دې پایپلاین دا پخوانی خوب به رښتیا شي او کنه؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.