د ماليي وزارت وايي، “د نوې مقررې لهمخې د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونو د استادانو معاشونه ۳۳ سلنه ډېر شوي دي.”
د پوهنتون استادانو تر دې مخکې د دوی د معاشونو د مقررې د نه منظوریدو له امله درسي اعتصاب کړی و.
مالیې وزارت پر یوې داسې طرحې کار روان کړی چې د معاشونو انډول پکې وساتل شي.
د استادانو معاشونه دا مهال هم د ښوونځیو تر څلور برابره زیات دی.
مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دویمه دروه کې به د ښوونځي معلیمانو معاشونه هم لوړ شي.
خلک تمه لري چې لهدې سره به د پوهنتونونو په درسي کیفیت کې مثبت تغیر راشي، ځکه مخکې د پوهنتونونو استادانو ویلي وو چې “که حکومت ښه دسپلین او کیفیت غواړي، زموږ معاشونه دې را لوړ کړي.”
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې اکاډمیک چاپیریال یې خورا شاته پاتې دی او استادان یې تل مالي شکایتونه لري.
Leave a Reply