د ښاغلي‌ خرم د وروستۍ لیکنې په ځواب کې

خان ولي خان بشرملمارکسیسټان او په ټوله کې مذهبي ملایان خپل نظریات تر بل هر چا مثبت او ښه ګڼي. البته توپیر دومره دی چې مارکسیسټي ملایان خپل نظریات ساینسي او مذهبي ملایان خپل نظریات مطلق او نه بدلیدونکي ګڼي. اوس د دوی له کړنو او شننو د اجتهاد ماده هم له منځه وړل شوي ده. دوی ځان ته ټولنیز ساینسپوهان وایو خو د ټولنې داخلي پټ قوانین د خپل ظاهري عینیتي چوکاټ له امله تر پښو لاندې کوو او هر څه د یو څو ظاهري زبیښاکي او ښکیلاکي ځواکونو د بربریت زیږنده فکر کوو.

خرم هم له خپلو مطلقو نظریاتو څخه خلاصون نشوني بولي او غواړی چې له دې لارې ځان هغه څه ته برابر کړي چې راتلونکې سیاسي ګټي یې تظمین کړاي شي. کنې دی خو مارکسیسټ ندی چې د (IMF) او (World Bank) او یا د ښکیلاکي اقتصادي مافیايي ډلو او ادارو غندنه کوی، خو جناب خرم صاحب په خپله د پانګوال نظام د یو هم ډوله نظام له ژغورني څخه ملاتړ کوی او نوموړی نظام ته ورته خو لږ ډېر معاصر نظام چې د پانګوال نظام په نوم یادیږي، غندنه کوی. دا غندني د نوموړی لیکوال د اسلامي نظام اقتصادیت ته لاره اوارولو زیار دی نه کوم بل ډول نوښت!

اقتصاد ته د حزب التحریر، دیوبندي یا وهابیزم په چشمو کې لیدل دي. البته د پانګوال نظام د بقا لپاره رامنځته شوې ادارې لکه پورته چې ذکر شوې دی، جناب خرم صاحب او همداسې د خرم صاحب د حکومتي ادارو په رامنځته کولو کې بې شمېره سودی مرستي کړي دي چې نن یې هم افغانان تر سود او قرضو لاندې ژوند کوی او ادارې مو لا تراوسه له خپل تولید څخه محرومي دي.

د واټسن په نامه د نړیوالو مطالعاتو انسټیټوټ وايي: چې له ۲۰۰۸ وروسته د ولسمشر کرزي په اداره کې د نظامي قواوو ترمنځ د همغږۍ د کمښت له مخې ګڼ شمېر عادي وګړو ته د بهرنیو په ړندو بمباریو کې تاوان او مرګ ژوبله اوښتي ده. دوی وايي چې په ۲۰۰۸ ز میلادي کال کې ۵۵۲ عامه وګړي د بهرنیو ځواکونو د ړندو بمباریو ښکار او شهیدان شول، په ۲۰۰۹ کې ۳۵۹، ۲۰۱۰ کې ۱۷۱، ۲۰۱۱ کې ۲۳۵، ۲۰۱۲ کې ۱۲۵، ۲۰۱۳ کې ۱۱۸ او په ۲۰۱۴ کې ۱۰۴ عامه وګړی شهیدان شول. د دې ترڅنګ په چاودونو، ځانمرګي بریدونو او ماینونو او نظامي عملیاتو کې په زرګونو عامه وګړي او زموږ نظامي قواوې شهیدان او مخالفین مړه شول. خو پر دې څوک خبرې نه کوی! ولې د موجوده حکومت د سیاسي لورلید د ارزولو پر ځای عادی تیروتنو ته ګوته نیول کیږي.

تر کومه چې د کندوز مسله ده، غمیزه ده، پلان شوې ارادي پیښه ده خو په خپل ذات کې یوه عمده سیاسي او نظامي چل او یا تخنیک دی چې د موجوده حکومت له پرمختللي تخنیک سره مخ کیږی او موجوده حکومت لاسته راوړني پکې لري. البته ډېر شمېر پیښې داسې دي چې له ځان سره تاوان او ګټه لري، خو که چېرې پیښو ته وکتل شي، نو د پیښو رامنځته کیدل په خپله یو نوی ژوند ته تګ دی نه شاته تګ!
د کندوز د پیښې تر شا یو بل لوی ملي ستراتیژیک هدف دا و چې څنګه کولای شوو په سیمه کې شته مافیايي کړۍ او ملیشیا چې د افرادو په ګټه عملیات، جنایتونه او خیانتونه کوي ،ملت ته وښودل شي.

همداسې هغه څوک چې د شمال د پاچاهي او امپراتوري خبرې به یې کولې او مرکز ته به یې اخطارونه ورکول ، وننګول شي. ستاسو په دور کې شمال په دوه ځواکونو ویشل شوی و، بلخ او مزار یانې عطاء محمد نور او عبدالرشید دوستم! خو که چېرې دوی دواړه درته یو کیدل نو تاسو به د هیڅ ډول د امکاناتو له ورکولو ډډه نه کوله بلکې د دوی له دې شعار څخه چې افغانستان به تجزیه کړو، ډاریدلې!

تاسو ته په کار و چې د دې مسله دایمي سیاسي او ستراتیژیک حل مو را باسلی وای خو ستاسو ادارې دومره کمزوري وې چې د دې دسیسي او سیاسي فشار مخنیوی یې نشو کولای او په بدل کې به یې در څخه امکانات اخیستل.

حکومت اوس په شمال کې، کندوز له بلخ او مرکز مزار څخه ډېر پیاوړی وښودل او اوسنې حکومت ده ته ستراتیژیک، سیاسي او اقتصادي بریا ور وبښله. البته د عامه وګړو په وژنه هیڅ ډول لوبه نده په کار او زما په شمول ډېر شمېر افغانان یې دردولي دي. خو د سیاسي استادانو او مداریونو تر چتر لاندې ژوند کول او د دوی دسیسو ته ځواب ویل هم حکمت او ډیپلوماسي غواړي چې موجوده حکومت ورته په نره ځواب وویل. د کندوز سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت د حکومت دنده ده چې باید دې ته نور کار هم وشئ. هغه څه چې موجوده حکومت د نړیوالي ټولنې د پام وړ ګرځولي دی، ډېر اړین کار دی، پدې کار سره د روسیې، چین، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران په ډول هېوادونو سترګي پرانستل شوې او دوی ځانونه له یو جدی ګواښ سره مخامخ بولي.

حکومت په لومړۍ ځل عربانو ته خبردارۍ ورکړ چې جنګ زموږ او ستاسو په ګټه ندی بلکې سیمه ایز کیږي، همدا علت دی چې د دوبۍ د استخباراتو پخوانی مشر اعلامیه نشر کړه چې داعش یوه دسیسه ده او د دې دسیسې تر شا امریکا او اسرائیل لاس لري او نوموړی دا په رسنیو کې هم روښانه کړه چې د داعش مشر ابوبکر په کوم امریکايي پوځي مرکز کې اوسیږي. دا اوس د حکومت کار دی چې د پاکستان په پرتله څومره سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکي ګټې له دې پیښې اخیستی شي.

د لوی ځواکونو او ښکیلاکي موخو او ځواکونو تر چتر لاندې ژوند کول ډېر سخت کار دی. خو ولې موجوده حکومت سیاسي غمیزې، سیاسي پیښې او سیاسي تګلارې په تقدیر نه بلکې په تدبیر مخکې وړې او تاسو یوازې او یوازې په تقدیر مخکې وړلې. یانې موجوده حکومت له سیاسي پیښو سره دیپلوماتیک، ستراتیژیک او سیاسي چلند کوی او له نړیوالو اړیکو څخه په استفاده مخکې روان دی، البته تاسو یوازې او یوازې د غندنې او ژړا په صورت کې پرمخ تللئ.

د حکومت دا لاسته راوړنه چې د پاکستان له ترهګریزه مدرسو د افغان زده کوونکو شمېر تر ۷۴ سلمه پورې را کم کړی یوه لویه لاسته راوړنه ده. امریکا دې ته تشویقول چې له پاکستانه وغواړي چې د حقاني پر ضد عملیات وکړی او که چېرې دا کار نه کیږی نو بیا پاکستان ته کلنۍ مرسته نه ورکول کیږي، یوه لاسته راوړنه ده. د حقاني پر سر د پاکستان د پوځ او سیاسیون ترمنځ اختلافات هم ډېر جالب کار دی. همداسې قاچاق چې د طالبانو په پیر کې یې هم یو اقتصادي بڼه خپله کړی وه، د کرنې سلمه یې را ټېټه شوې ده.

اوسنی حکومت د ملاعمر له مرګه ثابته کړه چې طالبان د یو مړی مریدان او د آي ایس آی رمه ده. دوی د خپلمنځې اختلافاتو ښکار کیږي، ملا عمر پاکستان او زموږ پخواني حکومت د ځان لپاره دوه کاله ژوندی ساتلی و خو موجوده حکومت نړۍ، افغانانو او طالبانو ته وښودله چې د ملا عمر په نوم سړی نور کار نه ورکوي! بلکې د یو مړی مشري کول نده په کار او نور له دې شر څخه لاس واخلئ. پخواني حکومت به د ملا عمر د اختر، روژې او د افغانستان د آزادی پیغامونه نشرول همداسې د پاکستان سیاست ته تاسو تسلیمدای خو اوس پاکستان اړ شوی دی چې د امریکا ترڅنګ د روسیې او چین سره هم اړیکې پراخې کړی یانې اوس موجوده حکومت ته په کار دی چې هغه تیروتنې چې داود خان، خلقیانو، نجیب او د کرزی حکومت کولي، باید اوس ونه شي، بلکې هغه انډول چې د لویو ځواکونو ترمنځ د سیاسي انډول او رقابت پر بنسټ وی باید ترسره شي.

ملا منصور، ملا ایوب او ملا منان او ورته نورو ملګرو یې په داخل د پاکستان او بهر کې آزادې ناستې کولې خو تاسو ورته زارۍ کولې البته د غني حکومت بربنډ او نړۍ ته یې پیغام ورکړ چې بیا د ۹ او ۱۱ برید ته آماده ګي نیول کیږي په دې لحاظ د پاکستان غم خوړل پکار دي. پر پاکستان داخلي او نړیوال فشار اچول کیږي. د نړۍ ټول ځانګړې او اهم مطبوعات لکه ایکونمسټ، ایکونومي واچ، فارن افیرز، نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، ایورشیا او ډیپلوماټ ټول د پاکستان پر ضد یوه خوله دریځ روښانوی چې باید د پاکستان د ترهګریزه کړنو ارزونه وشي.

دپخواني حکومت ولسمشر نه غوښتل چې زوی یې بیرته مسافر شی او ده په ژړا ژړا د واک او سیاسي برتري غوښته کوله خو وروسته نړیوالو رسنیو ثابته کړه چې ولسمشر په یو رواني ناروغۍ اخته دی، همدا علت دی چې ژاړي. البته ولسمشر غني ژاړی نه بلکې سمه د پیښې سره د بلې پیښې د رامنځته کیدو په موخه د نړۍ د پنځوسو سفیرانو ناسته راغواړی او په خپل فیلسوفانه او علمي اقتصادي وینا سفیران اغیزمن کوی او د پاکستان پر ضد د اقدام غوښته کوی، له دې وینا سره سم، له امریکا او نورو ملګرو هېوادونو اسلام آباد ته سیاسي څیرې را رسیږي او له پاکستان غواړی چې دریځ دی روښانه کړه. له دې سره سم د پاکستان سرتاج عزیز افغانستان ته را رسیږي او یوازې او یوازې یو پیغام راوړي چې تاسو زموږ پر ضد نړیوال او داخلي تبلیغات بند کړئ! دې ته وايي ډیپلوماسي او سیاست!

تر کومه چې د تعصب او توکمیزو ترینګتیاوو خبره ده، د خلقیانو او طالبانو په وخت کې هیڅ مشکل نه وه هان تر دې چې د خلقیانو او طالبانو په وخت کې پښتو ژبه تر ټولو ډېره دفتري او د کار ژبه وه. البته د خلقیانو په وخت کې پښتو ژبې ته په اصولو برابر او علمي کار کیده خو د طالبانو مشکل دا وه چې دوی په پښتو ژبه سم لیک او لوست نشو کولای نو په دری به یې څه لیک لوست کړی وای همدا علت دی چې د تعصب ټاپه پر طالبانو وهل سمه خبره نده.

د تعصب تخم یوازې او یوازې د ولسمشر کرزی په دور کې جدی او اوج ته ورسید. قبایلي او قامي ټولنو ته وده ورکړل شوه، د هلمند، پکتیا، بدخشان، شرقي، مشرقي، پکتیکا او خوست او نورو ډېرو ولایتونو په نومونو د خپلو شخصي اغراضو په موخه ټولنې رامنځته شوې تر څو دوی وکولای شي چې ځانونه تاسو ته نږدې کړی او رئیس، معین یا والي وټاکل شي.

دا چې اوس جنګ چېرې روان دی او د دې جنګ د پای ته رسولو او کنټرولولو لپاره ماسټرماینډ ته اړتیا لیدل کیږي، منظمي ادارو ته اړتیا لیدل کیږی او ځواک او فکر ته اړتیا لیدل کیږي چې له بده مرغه له پخواني حکومت څخه موږ ته داسې کومه ډله، اداره یا سیاسیون ندی را پاتې چې دي ته ځواب ووایی. خو یو شمیر افراد را پاتې دی چې د دې ډول ډرامو بې وسه صاحبان دی او له تشریح او حل یې ځانونه استثنا ګڼي او اوس شته نظام نور له مشکل سره مخامخ کول غواړي.

د جنګ دوه اړخونه دی بریا یا ناکامي – د افغانستان موجوده جنګ ځان ته تعریف لري او د تشریح، مخنیوی او شنډولو او له دې څخه د ګټه اخیستلو لپاره یوې نوی لیکنې ته اړتیا شته چې بیا به پرې بحث وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.