د ښرنې ــ ګومل لویه لار پرانېستل شوه

د ښرنې ــ ګومل لویه لار پرانېستل شوه

د پکتیکا ګومل ولسوالۍ تړل شوې لار خلاصه او سرحدي ځواکونو ته د اړتیا وړ توکي ورسیدل.
پکتیکا کې د پوځ دویمې لېوا قوماندان ډګروال رحم دل حیدرزی وايي، ګومل ولسوالۍ کې یې له تیرې ورځې عملیات پيل کړي وو چې نن سهار پای ته ورسیدل.
حیدرزی وايي، افغان ځواکونه نن سهار ګومل کې میشت د شپږم سرحدي کنډک سرتیرو سره یو ځای شول او هغوی ته یې د اړتیا وړ توکي ورسول.
د لارې په اوږدو کې وسله وال مقاومت نه دی شوی خو ګڼ ماینونه خنثی شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.