د کابل برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد محور؛ دوه نۍ، د اسد میاشتې اوومه: د یکشنبې مازیګر لومړی یو تن ځانمرګي له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح د زرغون بهیر دفتر مخې ته وچووه او وروسته ۴ نورو بریدګرو د دفتر پر ودانۍ برید وکړ چې دننه ورغلل. د برید پر مهال ښاغلی صالح هم دفتر کې و. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي: له برید څخه امرالله صالح روغ وتلی دی. د رحیمي په خبره، ۴ واړه بریدګر د شپې یوولس نیمې بجې د افغان ځانګړو ځواکونوو لخوا ووژل شول. رحیمي وایي: په دې برید کې دوه ملکي وګړي شهیدان شوي دي او ۳۰ نور ټپیان دي. همدا راز افغان ځواکونو د برید له سیمې څخه هغه نږدې ۱۰۰ ملکي وګړي چې بند پاتې و، ژغورلي دي. د امرالله صالح پر دفتر داسې مهال برید کېږي چې د یکشنبې پر سهار د جمهوري ریاست نوماندانو ترمنځ رسمي سیالۍ پیل شوې. ارګ او مخکېني ولسمشر حامد کرزي یاد برید غندلی دی او ویلي دي چې د هېواد دښمنان غواړي په دغه شان بریدونو د ولسواکۍ مخه ونیسي خو په وینا یې چې بریالي نه شول.
Leave a Reply