د تندر قول اردو د مخکېني قوماندان جنرال دادن لونګ په ملاتړ زیات شمېر خلکو د کابل ـ ګردېز لویه لار تړلې ده.
لاریون کوونکي وايي، دادن لونګ د پکتیا او د پکتیا اړوند ولایتونو د امنیتي وضعیت په ښه والي کې مثبت رول درلود.
هغوی تور پورې کړی چې لونګ د سیاسي معاملې ښکار شوی دی.
خلک وايي، تر هغه چې ولسمشر د دوی غږ وا نه وري او لونګ بېرته د تند قول اردو قوماندان نه کړي، د کابل ـ ګردېز لار به بېرته خوشې نه کړي.
د لارې په تړل کېدو، لسګونه موټر بند پاتې دي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
Leave a Reply