د کابل پولیسو هغه کس نیولی چې خپله ښځه يې سوځولې وه

د کابل پولیسو هغه کس نیولی چې خپله ښځه يې سوځولې وه

کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه، د اسد په دویمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي پولیسو هغه کس د کابل په لسمه حوزه کې نیولی چې خپله ښځه يې سوځولې وه.

خبرپاڼه کاږي: دغه کس له لفظي شخړې وروسته، د تېلو په واسطه خپلې ښځې ته اور اچولی و.

نیول شوي کس اعتراف هم کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.