د کمال ناصر اصولي ورور ووژل شو په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي ورور او د خوست ګربزو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان قدیرالله ووژل شو. یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، قدیرالله د ګربزو له ولسوال عبدالحي ځاځي سره څه ستونزه لرله او ولسوال له وسلهوالو کسانو سره د قدیرالله کور ته ورغلی و له قدیرالله سره یې وسلهواله نښته کړې چې په پایله کې یې د کمال ناصر اصولي ورور قدیرالله ووژل شو. دخوست امنیه قوماندان هم پېښه تاییدوي خو د بشپړو جزییاتو په اړه تر اوسه ناخبري ښيي.
Leave a Reply