د ګردېز مرکزي چوک د شهید ډاکټر نجیب په نوم شو

د ګردېز مرکزي چوک د شهید ډاکټر نجیب په نوم شو

 

د پکتیا والي شمیم کټوازي د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز مرکزي چوک د هېواد د پخواني ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله په نوم نومولی دی.

د پکتیا سیمه ییز مسوولین وايي، پلان لري چې د شهید ډاکټر نجیب الله په نوم د پکتیا پوهنتون د نومولو وړاندیز هم مرکزي حکومت ته وکړي.

هغوی هیله مندي ښوولې چې مرکزي حکومت به دغه وړاندیز ومني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.