د ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړیوال جام مهالوېش او ګروپونه اعلان شول

د ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړیوال جام مهالوېش او ګروپونه اعلان شول

 

د کرکټ نړیوالې شورا نن د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام شل اوریزو لوبو نېټه او لوبغالي اعلان کړل. د نړیوالو لوبو دغه لړۍ به د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۸مه نیټه پیل او د نومبر تر ۱۵مې نیټې پورې دوام ومومي.

په دې نړیوال جام کې به ۱۲ لوبډلې ګډون وکړي چی په دوو ګروپونو ویشل شوي، افغانستان په ب ګروپ کې ځای لري چی ورسره هندوستان، انګلستان، سویلي افریقا او دوه نورې لاره موندونکې لوبډلې شاملې دي.

 

په الف ګروپ کې هم د دوه نورو لاره موندونکو لوبډلو په ګډون د پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او نیوزیلنډ لوبډلې شتون لري چې مجموعاً ۱۲ لوبډلې کېږي.

 

نړیوالې شورا له دې وړاندې د اتو هغو لوبډلو نوملړ هم اعلان کړی و، چې د ډېرو نمرو ترلاسه کولو له مخې یې په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ کال شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره موندلې وه چې افغانستان هم په دغه ډله کې اتم مقام خپل کړی و.

 

د یاد جام لوبو په لومړي پړاو کې به د (افغانستان، هندوستان، انګلستان، سویلي افریقا، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او نیوزلنډ) هېوادونو سربېره، ۸ نورې لوبډلې هم دویم پړاو ته د لارموندنې په موخه د یوبل پر وړاندې لوبې وکړي چې دویم پړاو لوبو ته به ترې یوازې څلور لوبډلې لاره ومومي چې په مجموع کې به په دویم پړاو کې ۱۲ لوبډلې له یوه بل سره لوبې وکړي او افغانستان د دغه پړاو په ب ګروپ کې ځای لري.

 

د نړیوال جام ټولې ۴۵ لوبې به په اسټرالیا کې د اوو ښارونو په اوو بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.

همدارنګه د لوبو پیلېدو نیټې او لوبغالو د اعلان په مراسمو کې افغان لوبغاړي راشد خان ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

 

نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چی افغان لوبډله به په ۲۰۲۰ نړیوال جام لوبو کې هم د تل په څېر ښه وځلیږي او په وینا یې ((موږ د ۲۰۱۹ کال راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام ته هم بشپړ چمتوالی لرو، زموږ د هر لوبغاړي دا هڅه ده چی د خپلو لوبو پر مټ خپل ګران هیوادوال خوښ وساتو))

 

افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۰ کال په ویسټ انډیزه کې د نړیوال جام شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.