د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په کابل کې يې غیر موثر د پلټنو تم ځایونه (چک پاینټونه ) چې موثریت یی نه درلود له کره کتنې او ارزونې وروسته ټول کړي دي.
د رحیمې په وینا، د ټول شویو چک پاینټونو پر ځای آني یا سملاسي د پلټنو تم ځایونه غوره شوي، چې هم گټور تماکېږي او هم د ترافیکو له گڼې گوڼې مخنیوی کوي.
رحیمي ټینګار کړی چې د کابل ټول اطراف او ټولې پرتې لارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کلک څار لاندې نیول شوې دي.
هغه ویلي، په کشفي او استخباراتي کړنو زیاته تکیه شوې او اوپراتیفي عملیات مو زیات کړي.
Leave a Reply