روبین: که افغانستان کې بریا غواړئ، جګړه پاکستان ته انتقال کړئ

روبین: که افغانستان کې بریا غواړئ، جګړه پاکستان ته انتقال کړئ

امریکا کې د چارو شنونکي مایک روبین تازه ویلي، افغانستان کې د بریا لپاره اړتیا د ه چې دغه هېواد کې روانه جګړه په بشپړ ډول پاکستان ته انتقال شي.

نوموړي د افغانستان د جګړې په تړاو یوه لیکنه کړې ده؛ لیکنه کې راغلي چې افغانستان کې د ثبات راتلل او د ترهګرو له منځه وړل هغه  وخت امکان لري چې پر پاکستان فشار زیات شي او یا هم دغه هېواد د جګړې له اړخه زیات زیان وویني.

روبین پر پاکستان تور لګولی چې سیمه په ځانګړې توګه افغانستان کې د ناامنیو او ستونزو یواځینی لامل دی.

نوموړي له امریکا غوښتي چې د سولې د بهیر بري لپاره دې پر پاکستان زیات نور فشارونه هم وارد کړي تر څو دغه هېواد د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.