سعودي عربستان: افغان حکومت سره د پانګونې برخه کې مرسته کوو

سعودي عربستان: افغان حکومت سره د پانګونې برخه کې مرسته کوو

محور؛ یکشنبه، د وږی میاشتې ۳ مه:

ولسمشر محمداشرف غني نن غرمه په جده ښار کې د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر ماجد بن عبدالله اقصبي سره ګتي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د افغاني صادراتو، د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې، د برېښنا د تولید او کانونو د رااېستلو برخو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر غني په افغانستان کې د پانګونې او سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې وویل د اسیا د څلور لارې په توګه افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو برخه کې ځانګړی ارزښت لري.

بلخوا د عربستان د سوداګرۍ وزیر ته، د یاد هېواد پادشاه او شهزاده ولیعهد ورته له افغانستان سره د سوداګري، صادراتو، پانګونې او نورو برخو کې د مرستې او همکارۍ لارښوونې کړې دي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادي او سوداګریزې ودې په موخه به د افغانستان حکومت سره په ګډه د مهمو پروژو پلان ترتیب او په ګډه عملي کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.