سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت  وزیر شو

سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت  وزیر شو

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

ولسمشر د یو فرمان له مخې سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټاکلی دی.

ارګ وايي، رحیمي به د کابینې په ناسته کې هم برخه اخلي.

تر اوسه مالومه نه ده چې د سلام رحیمي پر ځای څوک ټاکل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.