د سمنګانو ولایت په روی دو آب ولسوال کې تېره ورځ یوه کس خپله ۲۲ کلنه مېرمن په قتل رسولې ده.
د سمنګانو ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر وايي، پېښه تېره ورځ رامنځته شوې او قاتل غوښتل خپل دوه کلن زوی هم ووژني چې د سیمې د خلکو په مرسته ترې ژغورل شوی دی.
پولیس ټینګار کوي چې قاتل کس له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.
تر اوسه د یادې پېښې څرنګوالی نه دی مالوم، خو پولیسو ویلي چې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
Leave a Reply