د هېواد د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، افغانستان کې د پاکستان د سوداګرۍ مارکېټ ایران، چین او هند نیولی دی
د سوداګرۍ خونې د مسوولینو په وینا، پاکستان سره د سیاسي ستونزو له امله، تل سوداګري ټکنۍ شوې ده.
تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم اعلان کړی، چې تورخم دې د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانېستی وي چې سوداګر پرې سوداګریز توکي انتقال کړي.
د لومړي وزیر عمران خان له خبرو ښکاري چې پاکستان بد اقتصادي وضعیت کې دی.
د سوداګرۍ خونې مسوولینو بیا د عمران خان د وروستي دريځ هرکلی کړی دی.
د پاکستان مرکزي بانک تازه اعلان کړی چې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه او د وارداتو بیا په بېساري ډول ټیټه شوې ده، هغه څه چې دغه هېواد یې له ستونزو سره مخ کړی دی
Leave a Reply