سور صلیب: داعش د افغانستان په شمال کې د ځینو ډلو ملاتړ خپل کړی

سور صلیب: داعش د افغانستان په شمال کې د ځینو ډلو ملاتړ خپل کړی

محور: سه شنبه، د مرغومي ۱۰ مه
د سره صلیب نړیوالې کمېټې یو جګپوړی چاروکی وایي چې (داعش) ډله توانیدلې د افغانستان په شمالي سیمو کې د یوشمېر وسله والو ډلو ملاتړ خپل کړي.

د دغې کمیټې عملیاتي مشر دومینیک سټیلهرټ له تاس خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې شخړې بیا زیاتې شوې دي.

د هغه په وینا یوه ستونزه چې دوی د افغانستان په شمال کې ورسره مخامخ دي، د شخړو ډک چاپېریال دی چې سخت دریځې ډلې له اسلامي دولت یا داعش ډلې سره یوځای کیږي.

د ښاغلي سټیلهرت په وینا، دوی دغه راز ویني چې د پخوا خلاف اوس شخړې ترډېره ښاري سیمو ته غځیدلې، ځان وژونکې او تنظیم شوې حملې له یوې خوا او له بلې خوا هوایي بریدونه زیات شوي چې په نتیجه کې یې ترډېره عام خلک وژل کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.