شمال کې عملیات؛ شاهین قول اردو وايي طالب قوماندان انارګل يې وژلی

شمال کې عملیات؛ شاهین قول اردو وايي طالب قوماندان انارګل يې وژلی

xافغان ځواکونو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې يې د انار ګل په نوم د طالبانو یو نوموتی قوماندان وژل شوی دی.

 

شاهین قول اردو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قوماندان تېره شپه وژل شوی دی او د هغه درې نور ملګري ټپیان شوي.

 

ویل کېږي د چمتال ولسوالۍ سرخ ګنبد، شش خانه او هاشم اباد کلي هم د طالبانو له حضور پاک شوي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.