شپږزره ټنه غوړي بهر ته صادر شوي دي

کنځلېد هیواد په یو شمیر سیمواو ځانګړي توګه بلخ کې اوس هم د کنځلې (کنجد) څخه غوړي ایستل کیږي. دا چاره تراوسه هم  میکانیزه شوې نه ده او په لومړنیو وسایلو را ایستل کیږي. دا غوړي له یوه نبات څخه را ایستل کیږي چې د بزګرانو په وینا تر اویا ورځو پورې رسیږي او تولید ته چمتو کیږي.

دا بزګران وایي که څه چې د دغه غوړیو مینه وال ډیر دي، خو لاهم دولت په دې برخه کې پاملرنه نه کړې او خصوصي سکتور هم پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

دا بزګران وایی په دې وروستیو کې چې بهر ته د کنځلې د غوړیو صادرات پیل شوي نو بيې یې هم لوړې شوې دي. دوی وایی مخکې یوکیلوګرام غوړي به ۱۲۰ افغانۍ پلورل کیدل، خو اوس یې بیه ۲۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د بلخ د سوداګری او صنایعو خونه وایی چې په تیرو نهو میاشتو کې له شپږ زره ټنو ډیر د کنځلې غوړي ترکیې، عراق، ایران او پاکستان ته صادر شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.