صیاد: په ټاکنو کمېسیون بې بنسټه تورونه مه لګوئ

صیاد: په ټاکنو کمېسیون بې بنسټه تورونه مه لګوئ

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن د ولسي جرګې بریالیو وکیلانو ته د باور لیکونو ورکړې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: مونږ خپل مسوولیت په سم ډول ترسره کړی دی.

صیاد وايي، ناکام نوماندان دې په ټاکنو کمېسیون بې بنسټه تورونه نه لګوي او که چېرې ثبتوت او اسناد لري، د رسنیو پر ځای دې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شریک کړي.

د صیاد په خبره، ټاکنو کمېسیون کې رییس او کمېشنر هېڅ درغلي نه ده کړې او هغه وکیلان چې بریالي شوي دي، ټول د ولس په رایه راغلې دي او نه هم د کمېشنرانو په جېب کې رایې شته دي.

د ټاکنو کمېسیون رییس ووویل: مونږ پخوا هم قربانۍ ته چمتو و، اوس هم چمتو یو او راتلونکي کې به هم چمتو و اوسو.

صیاد خبرداری ورکړ، چې د هېڅ زورکي فرماش ته یې سر نه دی ټیټ کړی او خپل کارونه یې تل په خپلواک ډول مخ ته وړي دي.

د ټاکنو کمېسیون رییس له بریالیو وکیلانو وغوښتل چې له  ولس سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او خپل رسالت ترسره کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.