واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼه راپور ورکوي چې طالبانو د امریکايي ځواکونو د وتلو له درې تر پينځه کلن پلان سره مخالفت ښودلی او دوی غوښتنه کوي چې امریکایي ځواکونه دې په یوه کال کې ووځي.
د طالبانو دې غوښتنې تر اوسه په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو اترو لوری نهدی بدل کړی او دواړه اړخونه هڅه کوي تر څو یوې موافقې ته سره ورسېږي.
دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې ده چې طالبانو په هلمند کې د افغان او امریکايي ځواکونو پر یوه اډه برید وکړ او شاوخوا ۲۵ تنه افغان سرتېري يې ووژل. پهدې برید کې نهه تنه طالبان هم له منځه تللي وو.
د امریکايي مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد تر اوسه پهدې تړاو څه نهدي ویلي.
د امریکا پلان دا دی چې تر ۲۰۲۴م خپل ځواکونه وباسي.
Leave a Reply