طالبانو د ” سلام ” شبکې پر انتنونو د بریدونو ګواښ وکړ

طالبانو د ” سلام ” شبکې پر انتنونو د بریدونو ګواښ وکړ

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۴ مه:

وسله والو طالبانو د سلام مخابراتي شبکو پر انتنونو د بریدونو ګواښ کړی دی.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سلام شبکې د دوی له اصولو سرغړونه کړې ده، ځکه پرې بریدونه کوي.

خبرپاڼه کې راغلي، هر چا چې سلام مخابراتي شبکې سیمکارت وکاروه، دوی به ورته سخته سزا ورکړي.

سلام مخبراتي شبکې په مرکز او ولایتونو کې خلکو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

خلک وايي، طالبان په دا ډول ګواښونو غواړي عام افغانان له اسانتیاوو بې برخې کړي.

بلخ کې پر مخابراتي شبکو بندیز؛ زیان یې چاته رسېږي؟

د خلکو ناچاري؛ د مخابراتي شبکو ناځواني

Leave a Reply

Your email address will not be published.