طالبانو د سمنګان د ولایتي شورا غړی وواژه

طالبانو د سمنګان د ولایتي شورا غړی وواژه

محور؛ یکشنبه، د وږی میاشتې ۳ مه:

د سمنګانو د ولایتي شورا غړی سید حلیم سادات د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

سادات تېره ورځ د طالبانو لخوا د بغلان ـ سمنګان پر لویه لار، چشمه شېر سیمه کې له موټره کوز او له ځانه سره يې وړی و.

یو شمېر سرچینو ویلي چې د سمنګان د ولایتي شورا غړی د بغلان په ډنډ غوري کې د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

د ولایتي شورا له یاد غړي سره درې نور کسان هم و چې تر اوسه يې برخه لیک نه دی مالوم.

طالبانو په دې وروستیو کې د شمال ـ کابل لویې لارې ناامنه کړي دي چې خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

خلک غوښتنه کوي حکومت دې ددې لپاره امنیت تامین لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.