طالبان په څلويښت سلنه هلمند واكمني كوي

محمد كريم اتلله تيرو څوارلسو كلونو را په ديخوا په هلمند كې تل د تاوتريخوالي خبرونه تاوده وي. د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي چې د جګړود توديدوسره سم لسګونه ځله لوړپوړي امنيتي پلاوي دغه ولايت ته راغلي خوله دې سره سره ددې ولايت امنيتي حالت مثبت بدلون نه دی موندلی او ورځ تربلې د خرابيدوپه حال کې دی.

د هلمند د ولايتي شورا رييس محمد كريم اتل وايي دولت كه دغه ولايت ته پاملرنه ونه كړي نو ليرې نه ده چې د هلمند نورې سيمې هم له لاسه وركړي. هغه وايي د هلمند جګړې اوس د مركزي حكومت پام را خپل كړى په داسې چې دا جګړه شپږ مياشتې وړاندې په نوزاد ولسوالې كې پيل شوې وه او د امنيتي چارواكو نه پاملرنې مركزي هلمند ته د دې جګړې څپې را ورسولې.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وايي چې دولت يوازې د پلاويو په ګومارلو بسنه كوي او پلاوى هم ژمنې وكړي، خو حالات هيڅ بدلون نه مومي.

هغه وايي: (په تيرو شپږو مياشتو کې وسله والومخالفينو ۴۰ سلنه سيمې پخپله ولکه کې راوستلې دي.)

هغه وايي له تيرو دوو مياشتو را په ديخوا لسګونه پلاوي دغه ولايت ته راغلي چې لوړ پوړي امنيتي چارواكي هم په كې وو خو داسې كار نه دى شوى چې ستونزه حل كړي. هغه وايي که د جګړې د لومړۍ كرښې  سرتيري بدل نه شي اوپرځای يې تازه سرتيري ځای پرځای نه شي ليرې نه ده چې په دې ولايت کې به نورې سيمې هم له دولتي واک څخه ووځي.

دا په داسې حال كې ده چې د هلمند امنيتي مسولين وايي جګړه په دې ولايت كې كابو شوى او په مارجه او سنګين كې وسله وال طالبان سخت ځپل شوي دي. خو ځينې محلي سرچينې چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي د مارجې ولسوالې لاره چې وړمه ورځ د عملياتو په لړ كې خلاصه شوې وه بيرته وسله والو بنده كړې او په سنګين ولسوالې كې هم وسله وال طالبان د ولسوالى مركز ته نيژدې شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.