طالب قوماندان ملا بلال ووژل شو د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال د طالبانو مشهور قوماندان ملا بلال وژل شوی دی. نښته کې د ملا بلال ۹ نور ملګري هم وژل شوي دي. د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی، خو د طالبانو یو شمېر وسلې د سرتېریو لاس ته ورغلې دي.
Leave a Reply