ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عادله راز، ملګرو ملتونو کې د محمود صیقل پر ځای د افغانستان دایمي استازې وټاکله
دا لومړی ځل دی چې یوه افغانه مېرمن ملګرو ملتونو کې د دایمې استازولۍ پر پوسټ دنده ترسره کوي
عادله راز د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د واک پر مهال، د هغه د مرستیالې ویاندې په توګه دنده ترسره کوله
له عادله راز میاشتې وړاندې، افغان حکومت امریکا کې هم افغان سفارت ته مېرمن لېږلې ده
هغه وروسته يې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال هم مېرمن وټاکله
Leave a Reply