غفور: طالبان مونږ له امریکا سره خبرو ته کېنول

غفور: طالبان مونږ له امریکا سره خبرو ته کېنول

 

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور ویلي: طالبان يې اړ کړي چې له امریکا سره خبرې پیل کړي.

غفور ټینګار کړی چې د سولې بهیر کې چې کوم پرمختګ کړی دی، ددې ټولې اسانتیاوې مونږ برابرې کړې دي.

تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ملتان کې رسنیو ته څرګنده کړې وه چې د دوی هڅې وې چې طالبان اوس له امریکا سره خبرې کوي.

د نړۍ معتبرو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په بدل کې، له امریکا د ۱۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې، چې امریکا ورته تر اوسه ۱ میلیارد ډالر ورکړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.