غني: لوی کندهار هر اړخیزې سولې ته اړتیا لري

غني: لوی کندهار هر اړخیزې سولې ته اړتیا لري

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د کندهار ولایت له امنیه قوماندان تادین خان او یو شمېر قومی مشرانو سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس غني ویلي: ولسمشریزې ټاکنې یوه ملي پروسه ده او ترسره کېږي او باید خلک په دغه پروسه کې پراخ ګډون وکړي.

جمهوررئیس څرګنده کړې پر هیواد د تحمیل شوي جنګ او د وینې بهونې د مخنیوي په خاطر باعزته او تلپاتې سولې ته ماحول برابر شوی او هڅې روانې دي چې په هر منزل کې تدبیر، قاطعیت او تصامیم پکار دي.

محمداشرف غني ویلي، باعزته سوله راتلونکې او له ټولو هیوادونو سره زموږ تړونونه او دوامدارې همکارۍ پرځای دي. هغه زیاته کړه، د لوی کندهار د اوبو مدیریت، زېربنا او انکشاف ته د پاملرنې ترڅنګ په کندهار ښار اساسي پانګونه کېږي.

د هیواد جمهوررئیس ویلي: لوی کندهار هراړخیزې سولې ته اړتیا لري او د ملي امنیت سلاکار ته لارښوونه وکړه چې د شهید سترجنرال عبدالرازق خان په نوم دکابل پولیسو اکاډمۍ د نومولو پړاوونه بشپړ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.