غیرت او میړانه څه ته وایي؟

معصوم جان معصوميتاسو ښه پوهیږی چې دغه (غیرت-میړانه) کلمې زموږ په افغاني ټولنه کې ډیرې دود او رواج شوي دي حتی که د یو څو کسانو تر منځ ګرم مجلس روان هم وي نو دا دواړه کلمې خو حد اقل یو څو ځله تکراریږي خو که د نړۍ پرمختللو په علم او پوهه سمبالو ټولنو ته نظر وکړو دوی د دغه دواړو کلمو جوړښت او ترکیب په خپلو ژبو کې لري مګر هغوی کې به یې استعمال زموږ په څیر دومره رواج نه وي او یا به یې په خبرو اترو کې ډیر کم ځله کاره وي، ددې لپاره چې هره پرمختللې ټولنه د خپلو عقایدو او ملی قوانینو په رڼا کې د ژوند د پرمختګ او ساتنې لپاره ځان، ځان ته اصول او مقررات لري چې د هغې له مخې ژوند ته ادامه ورکوي او له کومو ناوړه ستونزو سره نه مخامخ کیږي.

موږ او تاسې چې کالونه مو په جګړو کې تیر شویدي او د هر نسل خلک مو له علم او ترقۍ څخه شاته پاتې شویدي یوازې او یوازې په هغه څه فکر کوو، په هغه څه خبرې کوو کوم چې له جنګ او جګړو څخه سرچینه اخیستي ده لکه دا یو بیلګه یې غیرت او میړانه ده؛ دا چې موږ مسلمانان یو، د اسلام پاک دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پیروان یوو بیا هم د غیرت او میړانې په اړه سم نه پوهیږو چې دا غیرت او میړانه څه ته وایي؟ دا سمه ده چې د افغانستان تاریخ د غیرت او میړانې څخه ډک تاریخ تیر شوی دې او د هغه وخت افغانان غیرتي او میړاني خلک وه له دې سترګې نه شو پټولی مګر ټول افغانان پرې ویاړو ځکه چې درې ځلې یې انګریزان او یو ځل یې روسان له خپلې خاورې څخه شړلي دي .

که نن صبا او راتلونکو حالاتو ته متوجې واوسو نو بیا موږ د غیرت او میړانې چیغې وهو خو په کوم دلیل؟ ایا غلا کوو دا زموږ غیرت دې؟ ښځې له دیني او عصري علم څخه منع کوو دا غیرت او میړانه ده؟ اسلام جلۍ او هلک ته د واده رضایت او خوښه ورکړیده او زموږ خلکو ترې اخیستي ده، دا غیرت او میړانه ده؟ یو څوک قتل کوي، فساد کوي، ناروا ظلم کوي، د بل حق خوري، مظلوم سره زیاتی کوي… د نورو له خوا ورته د شاباسي، غیرت او میړانې تشویق کیږي نو دا غیرت دې؟ یو څوک په خپله سیمه او کلي کې بدمعاش دې خلک یې توصیف کوي چې پلانی ډیر غیرتي سړی دې، یو څوک شتمن دې، د شتمنۍ له لارې هره کیسه ګټي، کیسه یې منل کیږي، دعوه ګټي، ملګري لري بس خلکو کې یې د غیرت او میړانې لويې، لویې کیسې خوارې شوي وي.

دیرش- څلویښت کاله مو په وطن کې سور اور بل کړی دې یو تاته پیسې درکوي یو یې ماته راکوي د توپک خولې مو خپلو منځو کې یو بل ته نیولي ښه په درز کې وژنه روانه ده او هر لوری به د افغاني غیرت او میړانې کیسې کوي مګر هیڅوک فکر نه کوي چې غیرت او میړانه د اسلام او پیغمبر د احکامو او الهي قوانینو عملي کولو ته وایي، د خپلې عقیدې ساتنه، د وطن ساتنه، د خپل قوم ساتنه، دا څوک په غیرت او میړانه کې نه حساب کوي بلکې برعکس یې د دغه کلماتو استعمال رواج او دود کولو ته یې کش ورکړی دې په دې مانا چې هر منفي کردار او عمل کې د غیرت او میړانې ریښه پیدا کوي.

راځۍ! د نړۍ په کچه غیرت او میړانه وپیژنو تر څو زموږ او د هغوی تر منځ توپیر وشي چې نړۍ څومره غیرت او میړانه لري او موږ څومره؟ که موږ او تاسو فکر وکړو چې اصلاً نننۍ نړۍ چې پرمختګ یې کړی دې، کار یې کړی، زحمت یې ایستلی دې، په خپلو منځونو کې یې د هوښیارو رهبرانو تر رهبرۍ لاندې یې قوي یووالی رامنځته کړی، خپل قوم او خلک، خپلې سیمې،هیوادونه او سرحدات یې کلک ساتلي دي او له هر دوښمن څخه یې په یوه غږ او لوړ مورال سره دفاع کړیده، هر چاته یې خپل حقوق ورکړیدي، د جرم، خیانت، باطل پر وړاندې او د ژوند د ښیرازۍ او ترقۍ لپاره هر هیواد ټاکلي ملی قوانین او اصول رامنځته کړیدي په هغوی یې عمل کړی دې او نن ورځ یې ژوند په سوله او امن کې تیریږي د هیڅ ډول ویرې او خطراحساس نه کوي پرته له دې چې د نړیوالو پرمختګ ته نور کوم دلایل وتراشو باید ووایو چې دوی زموږ په نسبت ډیر غیرتي او میړاني خلک دي البته نورې بدې او ناروا کړنې یې بیله خبره ده چې هغه د هر هیواد د اساسي قانون له مخې ازادي ورکړل شویده خو زما مقصد د غیرت او میړانې څخه په ټوله کې د یو انسان او یو قوم لپاره دا دې چې د خپلې عقیدې او مذهب سره سم ژوند وکړي، قوم ته خدمت وکړي، ریښتیني مشران ولري، د دوښمن څخه خپل هیواد او قوم وساتي، علم حاصل کړي، د ظالمانو ملګرتیا ونه کړي، د جرمونو، ظلمونو، باطلانو او خاینانو پر وړاندې یو موټی شي او په ټوله کې د سولې،ثبات او په ملی یووالي را ټول واوسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.