فاریاب کې تازه عملیات؛ ملا تُراب او مُلا ذبیح ووژل شول

فاریاب کې تازه عملیات؛ ملا تُراب او مُلا ذبیح ووژل شول

افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په ګرزیوال ولسوالۍ کې تېره شپه ۱۱:۳۰ بجې د طالبانو دوه مشهور قوماندانان، ملا تُراب او ملا ذبیح له خپلو دوو ساتونکو سره وژلي دي.

 

شمال کې شاهین قول اردو وايي، د عملیاتو پر مهال یې د طالبانو درې نور غړي ټپیان کړي هم دي.

 

فاریاب کې د کومانډو ځواکونو د پنځم کنډک قوماندان تورن رجب علي حافظي هم ټینګار کړی چې ګرزیوان کې يې عملیات کړي دي او د طالبانو دغه دوه مشهور سیمه ییز قوماندانان یې وژلي دي.

تېره شپه هم د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو یو سټراټېژيک مرکز د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.