فاریاب کې د طالبانو سټراټېژيک مرکز افغان ځواکونو ونیوه

فاریاب کې د طالبانو سټراټېژيک مرکز افغان ځواکونو ونیوه

افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه ۱۱:۳۰ نیمې بجې د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ خواجه موسی بازار چې د طالبانو سټراټېژيک مرکز بلل کېده، ونیوه.

شمال کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خواجه موسی بازار د نیولو په عملیاتو کې ۶ طالبان وژل شوي دي او ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، دغه بازار کې د نشه يي توکو کاروبار کېده، د طالبانو پوستې په کې وې او د عایداتو لوی مرکز و.

ویل کېږي دغه بازار څلور کاله د طالبانو په ولکه کې و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.