فاریاب کې د طالبانو ” ظالم کش ” په نوم قرارګاه له منځه یوړل شوه

فاریاب کې د طالبانو ” ظالم کش ” په نوم قرارګاه له منځه یوړل شوه

افغان کومانډو ځواکونو نن مخکې له غرمې د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ظالم کش په نوم د طالبانو یوه لویه قرار ګاه له منځه وړې ده.

 

شمال کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده قرار ګاه کې طالبانو خپل ترهګریز بریدونه پلانول

 

افغان ځواکونو له ظالم کش قرار ګاه څخه پاکستانۍ پېژندپاڼې، ځینې مهمات او د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي عکسونه تر لاسه کړي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.